دا سمه نه ده چې چين د امريکا درناوی نه کوي، خو امريکا د ځان درناوی نه کوي
CRI2021-04-13 15:16:53
شريکول:

د امريکا مشهور ليکوال توماس فريدمان په دې وروستيو کې په نيويارک ټايمز کې تر دې سرليک لاندې يوه ليکنه خپره کړه چې دا معقوله ده چې چين به د امريکا درناوی ونه کړي. په دغه ليکنه کې دېته اشاره شوي چې چين له کومې مسئلې سره مخ شوی، نو سمدستي يې حل کړې، خو امريکا له کومې مسئلې سره مخ شوی، داخلي د جنجال او د نظريو اختلاف يې پر کارونو اغيزه کړې. پر دغه ليکنه زيات کمنټونه شوي او مخالفين پر ليکوال انتقاد کوي چې د چين په استازيتوب خبرې کوي. خو ملاتړ کوونکي په دې نظر دي چې  په دغه ليکنه کې د امريکا ټولنيزې مسئلې ته ګوته نيول شوې. ځينو کسانو پوښتنه کړې چې ولې چين او نور هيوادونو بايد د امريکا درناوی وکړي؟ امريکا څه ځانګړتيا لري چې نور هيوادونه بايد ور ته درناوی ورکړي؟

د امريکا د ځمکني پوځ تقاعد شوی تورن جنرال او د  پخواني ولسمشر د امنيتي چارو مرستيال هيربيرټ رياموند مکماستير مخکې په يوه ليکنه کې ويلي چې د امريکا ديپلوماتيکې تګلارې له سړې جګړې وروسته په ستراتيژيکي ځان ستاينې په حال کې ولاړې دي او په دې نظر دي چې د ازادۍ او ډموکراسۍ په پلمه خپل واک پراخ کړي او پر دې باور لري چې تر ټولو غښتلی پوځي توان لرونکی هيواد به ټولو پټو دښمانانو ته ماتي ورکړي. نو امريکا تل د خپلو نظريو له مخې مسئلې حل کړې او کوي يې، خو د حقيقت له مخې نه. امريکا تل ځان د تش په نامه د ديموکراسۍ خپرونکی، د بشري حقونو د استاذ او نړيوال پوليس بللی چې په منځني ختيځ کې يې  جګړې پيل کړې او د امريکا په دننه کې پولي بحران، د کرونا وبا په وړاندې د ناکامو کارونو په شمول يو لړ ستراتيژيکې تيروتنې تر سره کړې دي.