د جاپان حکومت د اپريل په ۱۳مه نېټه پرېکړه وکړه چې د فوکوشما ذروي برېښنا کوټ ککړې اوبه سمندر ته وباسي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان په همدې ورځ په دې اړه وويل، چين د جاپان ګاونډي هېواد په توګه دغه کار ته ډېره پاملرنه کوي.
نوموړي وويل، جاپان تر وسې پورې د نورو تخنيکي لارو چارو د نه لټولو په حال کې د داخلي او بهرنيو شکونو او مخالفتونو سره سره، له ګاونډيو هېوادونو او نړيوالې ټولنې سره د پوره همغږۍ په نه ترسره کولو سره په يواړخيزه توګه پرېکړه وکړه چې يادې ککړې اوبه سمندر ته وباسي، دغه کړنه يې نامسئولانه ده او د نړيوالې روغتيا د خونديتوب او د ګاونديو هېوادونو د خلکو ګټو ته به سخت زيانونه ورسوي. (هيله)