بايډن پريکړه وکړه چې د سپتمبر تر يوولسمې پورې به ټول امريکايي پوځيان له افغانستان څخه وباسي
CRI2021-04-14 11:09:20
شريکول:

د امريکا د حکومت يو اړوند چارواکي د اپريل په ديارلسمه نېټه وويل، د دغه هيواد ولسمشر جو بايډن پريکړه کړې ده چې د سپتمبر تر  يوولسمې نيټې پورې خپل ټول پوځيان له افغانستانه وباسي.

دغه چارواکي په همدې ورځ خبري رسنيو ته وويل، بايډن د امريکا له ملګرو سره تر بحث کولو او د تګلارو له ارزونې وروسته پريکړه وکړه چې په افغانستان کې امريکايي پوځ به د مې له لومړۍ نيټې مخکې په منظم ډول له افغانستان څخه په وتلو پيل وکړي او پلان لري چې د سپتمبر تر يوولسمې نيټې پورې په پوره توګه ووځي او د ناټو ځواکونه به هم په دې موده کې له افغانستان څخه ووڅي.

نوموړي زياته کړه، د بايډن په نظر د شرايطو له مخې له افغانستان څخه د امريکايي پوځ وتل په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د پاتې کيدو لامل دی او دا ځل امريکايي پوځ به د اړوندو شرايطو پر بنسټ د وتلو پر لارې ولاړې نه وي. برسيره پر دې امريکا طالبانو ته په څرګنده توګه ويلي، که طالبان له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د وتلو په بهير کې ورباندې بريدونه وکړي، سخت ځواب به ورکړي.