په امريکا کې نژادي تبعيض بشري حقونو ته زيان رسوي
cri2021-04-14 13:12:41
شريکول:

د کاليفورنيا ايالت پوهنتون په وروستيو ورځو کې يو راپور خپور کړ چې له مخې يې په ۲۰۲۰ کال کې امريکا کې د دښمنانه د جرمونو شمېر د ۲۰۱۹ کال په نسبت ۷ سلنه کم شوی، خو د اسيايي الاصله امريکايانو ضد جرمونو شمېر ۱۴۹ سلنه زيات شوی دی. 

په امريکا کې نژادي تبعيض هراړخيز، سيستماتيک او دوامدار دی، د سپين پوستانو امتيازي حقونه د دې هېواد په بېلا بېلو برخو کې زيات شوي او د نورو کسانو بشري حقونه سخت تر پښو لاندې شوي دي. په دې توګه نه يوازې د امريکا ټولنه په بې ساري اختلافاتو کې پاتې ده، بلکې په دې هېواد کې د بشري حقونو اصلي څېره په ډاګه شوې. (هيله)