د شينجيانګ په اړه د نړۍ عادلانه دريځونه د زياتېدو په حال کې دي
cri2021-04-15 15:48:01
شريکول:

د اسرائيل يو ويډيو بلوګر راز ګلور په وروستيو ورځو کې د چين د شينجيانګ د ئاقسو سيمې له ښايار ولسوالۍ څخه ليدنه وکړه او هلته يې د پنبې کرهينزو چارو کې د ماشينونو کارولو حالت نږدې وليدل. هغه د سي ام جي له خبريال سره په مرکه کې وويل چې شينجيانګ ته د دې سفر په اړه يې تر ټولو خاطره دا ده چې په دې سيمه کې ټول کارونه په عادي توګه روان دي، ځايي اوسېدونکي د نيکمرغه ژوند لپاره هڅې کوي.

د استراليا د سيټيزندس پارتي Australian Citizens Party په ويبپاڼه کې د (( شينجيانګ: د اروپا او اسيا په سرحد کې د چين شمالي پوله)) په نوم يو راپور خپور شو. دغه راپور ۴۰ پاڼې لري او پکې په مشخص ډول  د امريکا او بريتانيا په شمول د لوېديځو هېوادونو د سياسي موخې د پوره کېدو لپاره له بېلتون غوښتنې او ترهګرۍ څخه د ملاتړ او د چين ثبات خرابولو او د پرمختګ د مخنيوي په اړه يو لړ بد نیتونه او ناوړه کړنې څرګندې شوې دي.

په دې راپور دې راغلي، د امريکا د مرکزي استخابراتي ادارې په ۲۰۰۳ کال کې وړانديز کړی و چې امريکا بايد په راتلونکی کې د چين ضد مبارزه کې له شينجيانګ څخه د ښې وسيلې په توګه استفاده وکړي.

 له ۲۰۰۴ کال راهيسې د امريکا له ديموکراسۍ د ملاتړ صندوق له چين څخه د شينجيانګ د بيلتون غوښتوونکو بهرنيو سازمانونو سره د 8.76 مليونه ډالرو په ارزښت مرستې کړې. د ۲۰۲۰ کال په نومبر مياشت کې امريکايي سياستوالو د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ د ترهګريزو سازمانونو له ليست څخه ليرې کړ او په ډاګه يې له ترهګرۍ څخه ملاتړ څرګند کړی دی.

د چين حکومت په وروستیو کلونو کې په شينجيانګ کې د ترهګرۍ او توند لارۍ غوښتنې د مخنيوي لپاره يو لړ اغېزمن تدبيرونه نيولي او مثبت بریاليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. خو د چين برياليتوبونه د امريکا او بريتانيا په شمول د ځينو هېوادونو نه خوښېږي، نو دوی د خپلې سياسي موخې له کبله د ځينو ارګانونو په کنټرولولو سره د چين د شينجيانګ په اړه ډېر درواغ جوړ کړي او د لوېديځو رسنيو له لارې يې دغه درواغ خپاره کړي او نړيوالو ته يې چين بد ورمعرفي کړی.

څو ورځې مخکې د اسټراليا د ستراتيژۍ څېړنيز ارګان لخوا جوړ شوی د شينجيانګ په اړه د مالوماتو پروژه بيا ناکامه شوه، په دې پروژه کې دا ويل شوي چې شينجيانګ کې ډېرې توقيف خانې موجودې دي، خو په جغرافيايي مالوماتو کې ښکاري چې د دوی له خوا ادعا شوي۹۰ سلنه ځايونه حکومتي ارګانونه، روغتونونه، استوګنځي او مغازې دي.

په لوېديځو هېوادونو کې د چين ضد شخصيتونه سره يو ځای کېږي او په ګډه اړوندې دسيسې جوړوي، دا ډېره روښانه ده. د شينجيانګ په هکله د امريکا اف بي آی د پخوانې ترجمانې سېبيل يدموندس د مرکې يوه ويډيو څو ورځې مخکې خپره شوه چې په ۲۰۱۵ کال کې جوړه شوې وه. هغې په دغه ويډيو کې په بې شرمۍ سره ويلي چې امريکا پلان لري، چې په افغانستان، اوکراين او عراق کې کارول شوې طريقې د چين په شينجيانګ کې بيا وکاروي يعنې د درواغو د جوړولو له لارې پر چين تورونه ولګول شي او خپله سياسي موخه ترسره شي.

سره له دې چې د چين ضد لوېديځو هېوادونو پر چين د بې بنسټه د وامدارو تورونو لګولو لپاره کوښښونه کړي، خو واقعيتونه به درواغ په ډاګه کړي. بريتانيايي جيسن لاټفورټ چې د اوږدې مودې لپاره په چين کې ژوند کړی، د يوې ويډيو په خپرولو سره وويل چې د ځينو لوېديځو رسنيو دروغ جنې خپرونې يوازې چين ته د زيان رسولو په موخه دي. نو شک نشته چې د شينجيانګ په اړه عادلانه دريځونه د زياتېدو په حال کې دي او د چين ضد د ځينو لوېديځو هېوادونو او رسنيو توطيه به هرومرو ناکامه شي.