د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر جوبايډن د اپريل په ۱۴مه نېټه اعلان وکړ چې په افغانستان کې ټول ميشت امريکايي ځواکونه به د روان کال د سپتمبر تر ۱۱مې نېټې ووځي او د امريکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېږي.
جوبايډن په همدې ورځ په سپينه ماڼۍ کې د يوې وينا په ترڅ کې څرګنده کړه چې امريکايي ځواکونه به د مې له لومړۍ نېټې څخه په منظم وتلو پيل وکړي. د امريکا او ناټو ځواکونه به د سپتمبر له ۱۱مې نېټې نه ټول له افغانستان نه ووځي. د افغانستان په جګړه کې د امريکا ټولې ټاکلې ترهګرۍ ضد موخې پوره شوې دي، نو د امريکا په تاريخ کې د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو او بېرته وطن د امريکايي پوځيانو د راوستلو وخت رارسېدلی دی.
هغه زياته کړه چې که څه هم امريکا به په افغانستان کې بيا پوځي مداخله و نه کړي، خو په دغه هېواد کې خپلو ډيپلوماتيکو او بشري دندو ته به دوام ورکړي. امريکا به د افغانستان له حکومت، امنيتي ځواکونو او د حکومت او طالبانو ترمنځ سوله ييزو خبرو اترو څخه ملاتړ وکړي. که طالبان د امريکايي او ناټو ځواکونو د ايستلو په ترڅ کې ورباندې بريدونه وکړي، امريکايي ځواکونه به تر خپلې وسې پورې د ځان دفاع وکړي.
( سپوږمۍ)