شتمن او پرمختللي هېوادونه چې نفوس يې يوازې د نړۍ ۱۶سلنه برخه نيسي، خو د نړۍ ۶۰ سلنه د کوويډ -۱۹ ضد واکسينونه لري؛ برعکس په افريقايي هېوادونو کې د استعمال شويو واکسينونو شمېر د نړۍ د استعمال شويو واکسينونو په عمومي اندازه کې يوازې ۲ سلنه برخه نيسي. د واکسين په برخه کې دغه سخت توپير له څو پېړيو راهيسې د امريکا او لويديځو هېوادونو او د استعمار کړی شويو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شويو نابرابريو څرګندويي کوي.
له څو پېړيو راهيسې د امريکا او لويديځو هېوادونو استعماري کړنو په نړۍ کې د هېوادونو ترمنځ د پرمختيايي وضعيتونو سخت توپير او د زياتو هېوادونو د بېوزلۍ حالت رامنځته کړی دی. هغه زيات پرمختيايي هېوادونه چې د استعمار تر اکنترول لاندې پاتې شوي، د خپلو دولتونو له وضعيت سره سون لرونکې لاره نه ده پيدا کړې. هغه هېوادونه چې د مجبوريت له مخې يې (( د لويديځ ډيموکراسي )) منلې ده، له ډېرو ستونزو سره مخ دي او حتی دايمي سياسي ګډوډۍ ته لويدلي دي.