امريکا دې په نورو هېوادونو کې مداخله بنده کړي
cri2021-04-16 14:28:35
شريکول:

د امريکايي رسنيو د خبر له مخې، امريکا او ايران به د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه په ويانا کې د ايران د ذروي تړون چې په ۲۰۱۵ کال کې لاسليک شوی و د تطبيق په اړه غير مستقيمې خبرې اترې او مشورې وکړي. د ايران مذهبي مشر ايت الله علي خامينه يي په دې ډاګه کړه چې که امريکا غواړي د ايران په ذروي تړون کې بيا ګډون وکړي، نو بايد لومړی پر ايران ټول بنديزونه ليري کړي.

تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د ۷۰ کلونو په اوږدو کې امريکا تل په نورو هېوادونو کې د لاسوهنې تګلارې غوره کړې او د امريکا د دې تګلارې يو قرباني ايران هم دی. امريکا په ګرده نړۍ کې د خپلې زورواکۍ  د ساتلو لپاره پر نورو هېوادونو نظامي تيری کړی، بنديزونه يې لګولي او هلته يې لمسوونکي عملونه ترسره کړي، د امريکا داسې کړنې بيحي د منلو وړ نه دي.

د جو بايډن په مشرۍ د امريکا نوی حکومت تر لوړې وروسته څو ځلې ويلي چې بايد د بشري حقونو ساتل د امريکا د ديپلوماتيکو تګلارو د مرکزیت په توګه وبلل شي. دغه پلمه يوازې د امريکايي سياستوالو لخوا د لاسوهنې تګلارې د پلې کېدو لپاره يوه ښکلې پرده ښودل کېږي او ريښتيا بڼه يې نه شي بدلولای. امريکا د خپلې سياسي موخې لپاره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ډېرې نښتې او جګړې رامنځته کړې او خلکو ته يې درنې مرګ ژوبلې او سخت زيانونه اړولي. که د يو هېواد حاکميت تر پښو لاندې شي، نو د دې هېواد د خلکو بشري حقونه څنګه ساتل کېږي؟ د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخاروا Maria Zakharova  څو ورځې مخکې ويلي چې د امريکا بدې کړنې  يوازې  د هېواد نه، بلکې د ټولې نړۍ د خلکو پر بشري حقونو تيری کړی دی.

د ملګرو ملتونو اسامبلۍ په ۱۹۶۵ کال کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره دې ته اشاره کړې چې هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکول کېږي چې له کوم دليل پرته د نورو په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي، د سياسي، نظامي او اقتصادي لارو چارو په استعمال سره نور وګواښي، او د نورو هېوادونو د حکومتونو ضد سازمانونو سره مرسته او يا لمسوونکی عملونه کوي. په حقيقت کې امريکا د دې اعلاميې له ټولو مادو څخه سرغړونې کړې. مثلاً په افغانستان، عراق، ليبيا او سوريه کې يې جګړه رامنځته کړې، د ايران، کيوبا او چين په کورنيو چارو کې يې لاسوهنې کړې او پر دغو هېوادونو يې بنديزونه لګولي. ويل کېږي چې د امريکا اوږد لاس د نړۍ د ناارامتيا سبب دی.

په داسې حال کې چې له تېر کال راهيسې کرونا وبا په نړۍ کې خپره شوې او پر ډېرو هېوادونو يې سخته منفي اغېزه کړې ده، امريکا لا هم پر ځينو هېوادونو لا زيات بنديزونه لګولي او د کرونا وبا ضد نړيوالې مبارزې لپاره يې يووالی خراب کړی او له امله يې د بشريت بحران لا سخت شوی دی. د کاناډا اقتصاد پوه کن مواک څو ورځې مخکې د يوې ليکنې په خپرولو سره دې ته اشاره وکړه چې امريکايي ډالر د نړيوال پول مقام لري، نو امريکا پر نورو هېوادونو د اقتصادي بنديز له لارې د دغو هېوادونو لخوا د امريکايي ډالرو د تر لاسه کولو مخنيوی کوي، دغه راز امريکا ور پسې د دوی په کورنيو چارو کې لاسوهنه کولای شي. دغه راز به تر بنديزونو لاندې هېوادونه له اقتصادي ستونزو سره مخ شي، د خلکو ژوند پر وړاندې به زيات مشکلات موجود وي، ويزويلا او ايران دغه شان هېوادونه دي.

په حقيقت کې د امريکا د لاسوهنې تګلارې له امله خپله هم زيان ليدلی، د مثال په توګه، د مرکزي امريکا هېوادونو څخه ګڼ شمېر کډوال چې په امريکا کې يوه لويه ستونزه بلل کېږي، د لاټيني امريکايي هېوادونو په کورنيو چارو کې د امريکا د لاسوهنې له امله دي. برسيره پر دې، په دې وروستيو کې په اروپايي هېوادونو او امريکا کې يو لړ ترهګريزې پېښې هم د امريکا د دې کړنې بده نتيجه ده. نو ويل کېږي چې د امريکا ارزښتونه د نړۍ ارزښتونه نه دي او له نړيوالو اصولو سره سمون نه لري، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د امريکا د لاسوهنې بده کړنه بايد په جدي توګه مخنيوی وشي.