د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن له افغانستان څخه ناڅاپي ليدنه وکړه
CRI2021-04-16 12:04:52
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د اپريل په ۱۵مه نېټه له افغانستان څخه ناڅاپي ليدنه وکړه او د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره يې خبرې اترې وکړې.

ارګ د يوې اعلاميې له مخې، ولسمشر غني په همدې ورځ کابل کې له بلينکن سره د امریکايي سرتېريو د ايستلو او د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخو کې د نظريو تبادله وکړه.

بلينکن وويل، سره له دې چې امريکايي سرتېری به له افغانستان څخه ووځي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې به له دې امله کمزورې نه شی. امريکا به په دوامدار ډول د ديپلوماسۍ او بشري برخو کې له افغانستان او امنيتي پوځونو څخه ملاتړ وکړي چې د افغانستان د سولې بهير ته وده ورکړي.

په ياده اعلاميه کې ویل شوي، چې دواړو خواوو موافقه وکړه چې د سلامشورې له لارې به د خپلمنځي همکاریو نوې پاڼه پرانيزي.