د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير مرستيال وو جيانګ هاو د اپريل په ۱۵مه نېټه په چين کې د جاپان له سفير تارومي هيديو سره ليدنه وکړه او د جاپان د هغې پرېکړې سره يې جدي مخالفت په ډاګه کړ چې د فوکوشيما د ذروی برېښناکوټ ککړې اوبه سمندر ته وباسي.
وو جيانګ هاو وويل، د جاپان ياده پرېکړه به سمندري چاپيريال، نړیوال روغتيا او د شاوخوا هېوادونو د خلکو امنیت او ګټو ته ډېر لوی زيانونه ورسوي. دغه پرېکړه له نړيوال قانون، مقرراتو او عصري تمدن څخه سرغړونه ده. چين له دې سره کلک مخالفت کوي.