د چين د بهرنيو چارو وزارت: هرکلی کوو چې د بېلابېلو هېوادونو خلک شينجيانګ ته سفر وکړي
CRI2021-04-17 14:25:59
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اپريل په ۱۶مه نېټه په مطبوعاتي غونډه کې د شينجيانګ مسئلې په اړه دريځ بيان کړ او و يې ويل چې شينجيانګ د چين په شمال لوېديځ کې دی او خلک يې ارام او د ډاډمن ژوند لرونکي دي. هرکلی کوو چې د بېلابېلو هېوادونو خلک شينجيانګ ته سفر وکړي.

نوموړي په همدې ورځ د شينجيانګ په اړه د سي جي تي ان (CGTN) مستند فلم (( د تيان غره ها خوا ــ د چين په شينجيانګ کې حقيقي ژوند )) ياد کړی. هغه وويل، په دې فلم کې د شينجيانګ د لسګونو عامو وګړو کيسې ليدل کېږي، کوم چې نه يوازې د شينجيانګ د کلتوري او طبعي ښکلاوو څرګندويه، بلکې نندارچيانو ته د يو رښتيني، حقيقي شينجيانګ څېره څرګندوي چې د لوېديځو رسنيو له بيان سره ښکار توپير لري.