د جاپان د ځينو سياستوالو بې شرمي
CRI2021-04-18 14:50:33
شريکول:

د اپريل په شپاړسمه نېټه د امريکا او جاپان د سرمشريزې غونډې يوه اعلاميه خپره کړه چې اصلي موضوع يې له چين سره ګډه مقابله ده. په دغه اعلاميه کې د ختيځي سمندرګي، جنوبي سمندرګي، تايوان، هانکانګ او شينجيانګ په شمول د چين له ملي حاکميت او اصلي ګټو سره تړاو لرونکي حساس موضوعات ياد شوي چې له دې کړنې څخه دغسې احساسيږي چې جاپان د امريکا د غلام په شان عمل تر سره کوي.

د جاپان دغه چاپلوسانه سلوک له دې نه مخکې د تېر مارچ په منځ کې د امريکا او جاپان د لوړې کچې په ډيالوګ کې هم څرګند شوی چې له امريکا پسيې د چين د اړوندو چارو په اړه ناوړې خبرې کړې دي. د پام وړ خبر دا دی چې د امريکا او جاپان د مشرانو په تازه خپره شوې اعلاميه کې د نوموړي ډيالوګ پر بنسټ په لومړي ځل د تايوان مسئله يې زياته کړې ده. له دغې کړنې څخه دا معلوميږي چې جاپان په څرګنده توګه د چين او جاپان ترمنځ د اړيکو په ممنوعه منطقه کې پاروونکی او خطرناک ګام پورته کړی دی.

دغه وضعيت د ځينو کسانو لپاره د حيرانتيا وړ دی چې جاپان په دې وروستيو کلونو کې له چين سره د اړيکو د ښه والي هيله څرګنده کړې، خو دغه هېواد ولې اوس په ناڅاپي توګه هر څه ته شا کړې؟ د امريکافشار يو سبب دی، خو د جاپان داخلي عامل تر ټولو اغېزمن دی. دا کار د جاپاني سياستوالو قصدي عمل دی چې غواړي د چين د پرمختګ د مخنيوي په اړه د امريکا له ستراتيژۍ څخه د استفادې له لارې خپلو موخو ته ورسږي.

جاپان د آسيا د پرمختګ په جريان کې مخکښ و، خو په ۲۰۱۰ کال کې د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت يې د چين په پرتله وروسته شوی او ورپسې دغه هېواد له يوې خوا د چين له پرمختګ څخه ګټې تر لاسه کړې او له بلې خوا يې د چين په اړه حسادت او اندېښنو رويه نه ده پټه کړې. د جاپان پخواني لومړي وزير شينزو ابي د ماموريت په موده کې د ازادې او پرانيستې هندي – ارام سمندر سيمې طرحه وړاندې کړې وه چې د طرحې مرکزي ټکی له پرمختيايي چين سره مقابله ده. د دغه هېواد لومړی وزير سوګا يوشيهيدي له لوړې وروسته په پوره توکه ياده طرحه ساتلې او په دې لاره کې يې لا نور ګامونه هم پورته کړي دي.

سوګا يوشيهيدي د دغو کړنو تر شا خپل نيت لري. اوس جاپان د کرونا وبا ضد د کمزورو اقداماتو له امله د دغې وبا له څلورمې څپې سره مخ دی. د دې تر څنګ، تېر کال د دغه هېواد د اقتصادي پرمختګ انډول منفي ۴ اعشاريه ۸۳ سلنې ته ټيټ شوی دی. د کرونا وبا ضد مبارزې او اقتصاد په دواړو برخو کې د ناکامۍ پر وړاندې نوموړي په نورو ځايونو کې د کورنيو فشارونو او فشارونو رامنځته کولو ته اړتيا لري، تر څو په راتلونکي سپتمبر کې د ازادې ديموکراسۍ ګوند د ټاکنو لپاره ملاتړ تر لاسه کړي.

ولې د ځينو جاپاني سياستوالو بې شرمي نه شي بدلېدای؟ جاپان د دوهمې نړيوالې جګړې په موده کې  په آسيا کې د تسلط او بادارۍ د موندلو لپاره د فاشيزم په لړ کې ګډون درلود، خو د چين له خوا مات شو. اوس د چين ځواک د هغه وخت په پرتله لا ډېر پياوړی شوی، د جاپان هغه نيت به هرومره ناکامه شي چې غواړي د سيمې د ګټو په بيه له امريکا سره د چين د پرمختګ مخه ونيسي.

د جاپان سياستوال بايد په دې پوه شي چې د تايوان مسئله د چين تر اصلي ګټې پورې ده، که جاپان له امريکا سره د دې مسئلې په اړه له چين سره مقابله وکړي، د چين له سختو ځوابي بريدونو سره به مخ شي. دا په تاريخ کې بيا بيا ثبت شوې چې که يو هېواد له تاريخ څخه درس وانخلي، پرمختګ او ښه راتلونکې به و نه لري.