د چين د بهرنيو چارو وزارت د امريکا او جاپان د ګډې اعلاميې په اړه د خبريال پوښتنې ته ځواب ورکړ
CRI2021-04-18 10:53:02
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د اپريل په ۱۷مه نېټه د امريکا او جاپان د مشرانو ترمنځ ګډه اعلاميه کې د چين په اړه د منفي برخې په اړه د خبريال پوښتنې ته ځواب ورکړ.

خبریال پوښتنه وکړه، چې د ختيځې امريکا پر وخت د اپريل په ۱۶مه نېټه، د امريکا او جاپان مشرانو يوه ګډه اعلاميه خپره کړه، چې د تايوان، دياویو ټاپو، هانکانګ، شينجيانګ او جنوبي چيني سمندرګي مسئلو په اړه يې پاملرنه څرګنده کړې. چين په دې اړه څه نظر لري؟

د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، تايوان او دياويو ټاپو د چين خاورې برخې دي، د هانکانګ او شينجيانګ مسئلې د چين کورنۍ چارې دي. چين د جنوبي چيني سمندرګي او شاوخوا سمندرګيو حاکمیت لري. د امريکا او جاپان ګډه اعلاميه د چين په کورنيو چارو کې څرګنده لاسوهنه ده چې د نړيوالو اړيکو له اساسي اصل څخه سرغړونه ده. چين له دې سره ډېر سخت مخالفت کوي او له ديپلوماتيکو لارو امريکا او جاپان ته يې خپل دريځ څرګند کړی.