چين او امريکا د اقليمي بدلون په اړه يوه ګډه اعلاميه خپره کړه
CRI2021-04-18 14:43:02
شريکول:

د اقليمي بدلون چارو په اړه د چين ځانګړي استازي شيې جن هوا او د امريکا د ولسشمر ځانګړي استازي جان کيري د اپريل په ۱۵مه او ۱۶مه نېټه شانګهای کې خبرې اترې وکړې، چې د اقليمي بدلون په اړه يې بحث کړی.

له يادو خبرواترو وروسته په يوه ګډه اعلاميه کې دا ويل شوي، چې چين او امريکا به له بېلابېلو خواوو سره د پاريس تړون پلي کولو ته وده ورکړي او نور لازم تدبيرونه به ونيسي څو چې د اقليمي بحران د حل لپاره اغېزمن خدمتونه وکړي. دواړه هېوادونه داسې پلان لري چې په ګلاسګو کې د ملګرو ملتونو اقليمي تړون له ۲۶مې دورې غونډې مخکې، په جلا جلا توګه د کاربن د نه ايستنې په اړه يوه اوږدمهالې ستراتيژي جوړه کړي.