د هانکانګ په اړه د امريکا اعلاميه مزخرفه ده
CRI2021-04-18 15:20:17
شريکول:

امريکا پر ځايي وخت د اپريل په شپاړسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په هانکانګ کې د څو اغتشاش کوونکو د عادلانه محکمې په اړه ناوړه نظريه څرګنده کړې ده او له چين څخه يې بې ځايه غوښتنه کړې ده چې دغه مجرمين دې خلاص کړي.

دغې مرخرفې اعلاميې او ناوړې کړنې يې نه يوازې د يادو اغتشاش کوونکو تور لا نور ثابت کړی چې دوی د ملي امنيت د زيان په غرض له بهرنيو کړيو سره د لاسونو يو کولو په تور محکوم شوي، بلکې دا يې څرګنده کړې چې امريکا له نړيوال قانون څخه سرغړونه او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کړې او د ازادۍ، ډيموکراسۍ، سولې او قانون مفکوره يې تر پښو لاندې کړې ده.

د هانکانګ عمومي وضعيت نه بدلېدونکی دی او د اغتشاش کوونکو محکمې به په منظم ډول دوام ولري. نړۍ ته د امريکا څرګندې لاسوهنې او ناوړه خبرې معلوميږي چې دغه هېواد په هانکانګ او چين کې د ګډوډۍ د جوړولو په هڅه کې دی، خو دغه نيت به يې هرومره ناکامه شي.