د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو ورځې مخکې د چين، فرانسې او جرمني د مشرانو په انلاين سرمشريزه غونډه کې د اقليمي بدلون ضد مبارزې په اړه مهمه نظريه وړاندې کړې چې (( له اقليمي بدلون سره مبارزه د ټولو انسانانو ګډه دنده ده او بايد د جيوپوليټيک، پر نورو هېوادونو د نيوکې او د تعرفې دېوال بهانې و نه ګرځي. ))
په تېرو څو کلونو کې د يو اړخيزم او د کرونا وبا د سياسي کېدو په شمول ناوړو کړنو نړۍ ته د ګډوډۍ او بدمرغۍ پېښې رامنځته کړې دي. که د اقليمي بدلون ضد چارو کې نړيواله ټولنه په تيره بيا لويديځ هېوادونه د پخوانيو تېروتنو په وړاندې بيدار نه شي، سخته منفي نتيجه به رامنځته شي.
د چين، فرانسې او جرمني د مشرانو په انلاين سرمشريزه غونډه کې د دريو واړو هېوادونو مشرانو په ګډه څرګنده کړې چې پر څو اړخيزم دې ټينګار وشي، په هراړخيزه توګه دې د پاريس تړون پلی شي، د اقليمي بدلون پر ضد مبارزې لپاره دې عادلانه، معقول او د همکارۍ نړيوال سيستم جوړ شي او د اقليمي بدلون ضد مبارزه دې د چين او اروپا د همکاريو د يوې مهمې برخې په توګه تر سره شي.
امريکا د اقليمي بدلون ضد مبارزې په اړه د نړيوالې سرمشريزې غونډې بنسټګر دی او د خپلو رښتينو عملونو له لارې دې نړۍ ته خپل صميميت څرګند کړي، نه دا چې له اقليمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د تش په نوم د مشرۍ مقام ولري.