د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال له يو چنګ د امريکا د اې پي اژانس له خبريال سره ځانګړې مرکه وکړه
CRI2021-04-18 14:38:44
شريکول:

 د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير له يو چنګ د اپريل په ۱۶مه نېټه له اشوشيېتيد پرېس سره مرکه وکړه. له يو چنګ په دې مرکه کې وويل، په شينجيانګ کې په زور کارونو ته مجبورول نه شته. ټول کارکوونکي په ازاده او خپلواکه توګه د کار تړون لاسليک کوي، حقوق يې خوندي او تر تضمين لاندې دي او د خپلو ښو کاري لاسته راوړنو او برياليتوبونو خاوندان دي. په دې وروستيو ورځو کې په شانګهای کې د سويس د BCI (د ښې پنبې وړانديز ) دفتر يوه اعلاميه خپره کړه، چې د BCI د څارنې اصل له مخې، په شينجيانګ کې د اجباري کار هيڅ پېښه نه شته. 

له يو چنګ وويل، د امريکا او لوېديځو هېوادونو د بنديزونو هدف د بشري حقوقو ساتل نه دي، دوی غواړي د شينجيانګ ثبات ويجاړ کړي او د چين پرمختګ په وړاندې خنډونه جوړ کړي. په اصل کې د دوی د بنديزونوله امله هلته بشري حقوق زيانمن شوي او په شينجيانګ کې يې په قصدي توګه په زور د بې کارۍ او بې وزلۍ حالت رامنځته کړی دی.