چين هیله لري چې جاپان سمندر ته د ذروي ککړو اوبو د ايستلو په هکله مسئولانه رويه غوره کړي
cri2021-04-19 11:15:58
شريکول:

په دې وروستيو ورځو کې  سمندر ته د جاپان د فوکوشيما برېښناکوټ د ذروي ککړو اوبو د ايستلو مسئله په نړۍ کې د پاملرنې وړ ګرځېدلې ده. په دې هکله د چين د چاپيريال ساتنې وزارت( د ذروي امنيت د دولتي ادارې) اړوند مسئول وويل چې د جاپان حکومت د جاپانيانو او د نړيوالې ټولنې پر انديښنو سترګې پټې کړې او د دې مسئلې د حل وفصل لارو چارو د نه لټولو او له نورو ګاونډيو هېوادونو او نړيوالې ټولنې سره د نه مشورو په حال کې يې په يوه اړخيزه توګه سمندر ته د فوکوشيما برېښناکوټ د ذروي ککړو اوبو د ايستلو پرېکړه کړې ده. د جاپان د ګاونډي هېواد او د دې مسئلې د تړاو لرونکي لوري په توګه چين دې ته ډېره پاملرنه کوي او هيله لري چې د دې مسئلې په هکله د جاپان حکومت مسؤلانه رويه غوره کړي او پر وخت نړيوالو ته اړوند معلومات وړاندې کړي او له اړوندو خواوو سره تر مشورو وروسته خپله سمه پرېکړه وکړي. (غاټول)