د بو او د اسيايي فورم د ۲۰۲۱ کلنۍ غونډې لومړې ورځ دوه مهم راپورونه خپاره شول
CRI2021-04-19 15:13:52
شريکول:

د بو او د اسيايي فورم د ۲۰۲۱ کلنۍ غونډه چې عنوان يې نړۍ د سترو بدلونونو په حال کې په ګډه تر نړيوالې ادارې لاندې د لاسته راوړنو شريکول او د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې ګډ پرمختګ دي، د چين په های نان ولايت کې د بو او په تفريحي علاقه دارۍ کې روانه ده. دغه فورم په همدې ورځ دوه مهم راپورونه خپاره کړي دي چې له مخې يې د اسيا اقتصاد به په ۲۰۲۱ کال کې دوباره  رغوونکي پرمختګ وکړي ښايي چې د زياتوالي سرعت يې له ۶اعشاريه ۵ سلنې څخه اوښتې اوسي.

د يادې غونډې په لومړۍ ورځ د ( په ۲۰۲۱ کال کې د اسيا او نړۍ دواملرونکي پرمختګ) او د ( ۲۰۲۱ کال د اسيا د راتلونکي اقتصاد او د سيمه ايزو هيوادونو يو ځای کېدو بهير)  په نامه دوه مهم راپورونه خپاره شوي. د بو او د اسيايي فورم د راپور په توګه روان کال د (د اسيا د راتلونکي اقتصاد او د سيمه ايزو هيوادونو يو ځای کېدو بهير)  په نامه راپور کې دېته اشاره شوې چې د کرونا وبا تر اغيزې لاندې د اسيا د اقتصاد پرمختګ په څرګنده توګه د نړۍ د نورو سيمو په پرتله ښه دی. د بو او د اسيايي فورم سرمنشي لي باو دونګ وويل، ۲۰۲۱ کال څخه لا هم داسې معلومېږي چې د کرونا وبا لا هم د اسيا د اقتصاد د پرمختګ په بهير کې يو مهم بدلوونکی لامل اوسي، خو د اسيا په ځينو هيوادونو کې ډېرو خلکو ته د کرونا وبا ضد واکسين د ورکولو سره د دغې وبا د کنټرولولو شونتيا زياتيږي.

هغه وويل،اسيا په ټوله نړۍ کې تر ټولو لومړۍ د کرونا وبا کنټرول کړې او توليدي چارې يې دوباره پيل کړې، نو اټکل کيږي چې روان کال به د اسيا د اقتصاد د دوباره اعادې سرعت لا چټک شي چې د زياتوالي سرعت يې ښايي له ۶اعشاريه ۵سلنې څخه اوښتی وي. زموږ په اند د چين د يو کمربند او يوې لارې وړانديز، (د اسيان په اړه تر ۲۰۲۵ کال پورې يو د بل تر منځ د تګ راتګ پلان) او د اروپا او اسيا د اقتصاد د ګډې ټولنې د جوړولو په شمول د سيمه ايز او نړيوال تګ راتګ د پياوړتيا له وړانديزونو سره په ګډه عملي کېدلی شي، د کرونا وبا وروسته د اقتصاد او تجارت په چارو کې د سيمه ايزې همکارۍ، د اقتصاد د دوباره اعاده کيدو او پرمختګ لپاره ستر اهميت لري.  

روان کال د بو او د اسيايي فورم د جوړېدو له شلمې کاليزې سره برابر دی. په دغه فورم کې د لومړي ځل لپاره د دواملرونکي پرمختګ په هکله هغه راپور خپور کړ چې عنوان يې دی (په ۲۰۲۱ کال کې د اسيا او نړۍ دواملرونکي پرمختګ). په دغه راپور کې د چين، هند، اندونيزيا، جاپان او قزاقستان په شمول د ځينو اسيايي هيوادونو د اقتصادي حالت د تحليل له مخې دا نظر وړاندې شو چې د طب او روغتيا، بنسټيزو تاُسيساتو، شين پرمختګ او ډيجټلي پرمختګ په چارو کې کمزورتياوې  او توپيرونه د اسيا د اقتصاد د دواملرونکي د دوباره اعاده  کيدو په بهير کې عمده خنډونه دي. د منځنۍ اسيا د اقتصادي همکارۍ د پوهنځي مرستيال مشر ليانګ ځه چيان دېته اشاره کړې چې د طبي او روغتيايي چارو په شمول د پرمختګ په ترڅ کې د کمزورتياوو او نيمګړتياوو  حلول د دواملرونکي پرمختګ لپاره ډېرې مهمې دي.

هغه وويل، ټولو ته معلومه ده چې د دواملرونکي پرمختګ هدف نه يوازې د منځنۍ اسيا، بلکې د ټولې اسيا او حتی د نړۍ لپاره د پاملرنې وړ مسئله ده او ټوله نړۍ هيله لري چې موږ د دواملرونکي پرمختګ نوی شکل او موډل ومومو. په دغه راپور کې د پرمختګ په پخواني بهير کې د تجربو او مسئلو د راغونډولو پر بنسټ په سيستماتيکه توګه څلور مسئلې وړاندې شوې: د طب او روغتيا، بنسټيزو تاسيساتو، شين پرمختګ او ډيجټلي چارو په کارونو کې کمزورتياوې شته دي.

په چين کې د ملګرو ملتونو همغږي کوونکي سيدهارس چاتيرجي وويل، د بو او په اسيايي فورم کې وړاندې شوي دوه راپورونه د نړيوال اقتصاد د چټک پرمختګ لپاره لارښوونکي رول لري. هغه په چين کې د کرونا وبا د وقايي او کنټرول په چارو کې د اغېزمنو تدبيرونو ستاينه وکړه. هغه وويل، دغه دوه راپورونه ډېر مهم دي چې په ټوله نړۍ کې د اقتصاد د دوباره اعاده کيدو ګامونه چټکولی شي. زه په چين کې د کرونا وبا د وقايي او کنټرول لپاره د فعالو تدبيرونو ستاينه کوم نن د همدغو اغيزمنو تدبيرونو ښېګڼه ده چې له امله يې موږ په ډاډمنه توګه په دې فورم کې ګډون کړی دی.