شي جين پينګ به د بو او د آسيايي فورم د کلنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ويډيويي وينا وکړي
CRI2021-04-19 16:09:40
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ اعلان وکړ چې د دغه هېواد د دولت رئيس شي جين پينګ به د اپريل په شلمه نېټه په انلاين ډول د بو او د آسيايي فورم د ۲۰۲۱ کال کلنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او يوه ويډيويي وينا وکړي.

د بروني، چيلي، اندونيزيا، قزاقستان، لاوس، کوريا جمهوريت، سينګاپور، سريلانکا او ويتنام په شمول د بهرنيو هېوادونو مشران او د ملګرو ملتونو د ۷۵مې عمومي اسامبلې او نړيوال پولي صندوق په شمول د نړيوالو سازمانونو مسئولين به په انلاين ډول په دغه غونډه کې ګډون ولري.