د کرونا وبا له خوا سره سره د يو کمربند او يوې لارې پر غاړو پرتو هېوادونو تر منځ همکارۍ د ثابت پرمختګ په حال کې دي
cri2021-04-20 14:11:34
شريکول:

د چين د تجارتي چارو وزارت يو چارواکي چيان که مينګ د اپرېل د ۱۹مې نېټې په ماسپيښين د بو او په اسيايي فورم کې د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو غوښتنې له مطرح کېدو راهيسې په ۸ کلونوکې لاس ته راوړل شوي برياليتوبونه معرفی کړل.

جيان که مينګ وويل، له ۲۰۱۳م کال څخه راپدېخوا، د چين او د يو کمربند او يوې لارې پر غاړو پرتو هېوادونو تر منځ د تجارتي معاملو عمومي ارزښت ۹۲۰۰ ميليارډو امريکايي ډالرو او په يادو هېوادونو کې د چين د مستقيمو پانګونو عمومي ارزښت ۱۳۶ ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی. د ساختماني پروژو په ساحه کې، چين په دغو هېوادونو کې د ۶۳۸ ميليارډو او ۹۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت پروژې جوړې کړې او له دوی سره يې د ۹۴۰ ميليارډو او ۹۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت تړونونه لاسليک کړي دي. پروسږ کال د کرونا وبا د خپرېدو سره سره د چين او يادو هېوادونو تر منځ د تجارتي معاملو عمومي ارزښت د ۲۰۱۹م کال په پرتله ۰.۷ سلنه او په دغو هېوادونو کې د چين د غيرپولي مستقيمو پانګونو ارزښت ۱۸.۳ سلنه زيات شوی دی.

چيان که پينګ وويل، په تيرو ۸ کلونو کې په چين کې د يادو هېوادونو کابو ۲۷۰۰۰ شرکتونو فعاليت پيل کړی او عموماً د ۵۹ ميليارډو او ۹۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونې يې کړې. د سږ کال په لومړې ربعه کې، په چين کې د يادو هېوادونو ۱۲۴۱ نويو شرکتونو کار پيل کړی او دغه شمېر د ۲۰۲۰م کال د همدې مودې په نسبت ۴۴ سلنه زيات شوی. په لومړې ربعه کې په چين کې د دغو هېوادونو د مستقيمو پانګونو ارزښت ۳ ميليارډه او ۲۵۰ ميليونه ډالر دی چې ۲۰۲۰م کال د همدې مودې په مقايسه ۶۴.۶ سلنه زيات شوی دی.

نوموړي وويل، د هېوادونو تر منځ پانګونې د کرونا وبا د خپرېدو په حال کې تر يوې اندازې پورې کمې شوې دي، خو د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو لپاره پانګونې د ثابت زياتېدو په حال کې دي، دا د پام وړ اهميت لري. (شکريه)