ولې نړۍ د شلو کلونو راهيسې د چين ((بو او)) فورم ته زياته پاملرنه کوي؟
cri2021-04-20 14:40:46
شريکول:

د رويترز خبري اژانس اېډېټر جون کيمپ څو ورځې مخکې د يوې ليکنې په خپرولو سره دې ته اشاره کړې وه چې اسيا د شمالي اتلانتيک سمندر پر غاړه د ځينو هېوادونو تر لارښوونې لاندې په نړيوال سيسټم کې يوه کوچنۍ برخه ده، دغه نظر ښايي په ۱۹۹۰کال کې به سم و، خو په ۲۰۲۱کال کې دغه نظر له اوسني نړيوال اقتصادي حالت سره هېڅ برابر نه دی. جون کيمپ وويل چې د اروپا او امريکا د اېډېټرانو په مقالو کې د اسيا په هکله پخوانی زوړ نظر بايد تعديل او اصلاح شي.

په حقيقت کې اوسنۍ اسيا له پخوا سره ډېر توپير لري. په نړيوال اقتصاد کې د اسيا برخه د تېرې پېړۍ په نهمه لسيزه کې له ۳۰ سلنې کمه وه، خو په ۲۰۱۹کال کې يې د ونډې دغه شمېر ۴۱ سلنې ته لوړ شوی دی. په عين وخت کې په ګرده نړۍ کې د اسيا اغېزه د وينا او د بيان حق مخ په لوړېدا دی. دا د چين د ((بو او)) فورم د جوړېدو له شلو کلونو راهيسې د اسيا د نړيوال مقام د لوړېدو بهير ښکارندويي کوي.

((بو او)) د چين د های نان ولايت يوه کوچنۍ ولسوالۍ ده او د اسيا د اقتصادي فورم د دايمي ادرس په توګه تر ټاکل کېدو وروسته مشهوره او شهرت موندلی دی. د دغه فورم سږنۍ کلنۍ غونډه د اپريل په ۱۸مه نېټه شروع شوه او په روان کال کې لومړۍ لويه غونډه ده چې په حضوري ډول ترسره کېږي، نو ډېره د پاملرنې وړ ده. د يوې شمېرنې له مخې، د څه باندې ۶۰ هېوادونو او سيمو څه دپاسه ۲۶۰۰ تنه مېلمانه په دغه کلنۍ غونډه کې برخه لري.

ولې نړۍ د ((بو او)) فورم ته لا ډېره پاملرنه کړې او کوي يې؟

د څېړونکي په اند، لومړی لامل دا دی چې نړيوال اقتصاد د احيا باور ته اړتيا لري. په داسې حال کې چې کرونا وبا په ډېرو هېوادونو کې خپره شوې او سختې منفي اغېزې يې کړې، خو زياترو اسيايي هېوادونو دغه وبا د وقايې او کنټرول لپاره پر وخت اغېزمنو تدبيرونو په نيولو توانيدلي دي او د دې وبا له منفي اغېزې څخه يې نسبتاً ځانونه ايستلي دي. د ياد فورم د سږنۍ کلنۍ غونډې په لومړۍ ورځ کې د اسيا د اقتصادي حالت راتلونکی او د يو ځای کېدو بهير په اړه يو راپور وړاندې شو چې پکې ټاکل شوې سږ کال به د اسيايي هېوادونو اقتصاد مخ په احيا کېدو وي او ښايي اقتصادي زياتوالی يې 6.5 سلنې ته ورسيږي.

د ((بو او)) فورم د سږنۍ کلنۍ غونډې په حضوري ډول ترسره کېدل پخپله ددې ښکارندويي کوي چې د کرونا وبا په ضد اسيايي مبارزه بريالۍ وه او دا د اقتصادي حالت د دوباره عادي کېدو او باور صحنه ده. د رويټرز خبري اژانس د اټکل له مخې، د روانې پېړۍ د ۳۰مې کاليزې تر منځنۍ مودې پورې ښايي د ګردې نړۍ په اقتصادي اندازه کې اسيا نيمه برخمنه اوسي.

دوهم، نړۍ هم د همکاريو د فرصتونو په لټه کې ده. اسيا په نړۍ کې تر ټولو د زيات حياتي او پټ ځواک لرونکې سيمه ده او د نړۍ په اقتصادي سيسټم کې د تکنالوژۍ، بازار او مصرف په برخو کې مهم رول لرونکې بلل کيږي. دا د ((بو او)) فورم په سږنۍ کلنۍ غونډه کې د يو لړ موضوعاتو له ټاکلېدو څخه هم ښکاره ده، مثلاً د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې همکارۍ، په صنعتي چارو کې اصلاحات، له نوې تکنالوژۍ شتوالی او تاثيرات داسې نور. په دې ځای کې د هرې يوې موضوع سره په څنګ کې بې شمېره فرصتونه شتون لري.

دا په حقيقت کې له شلو کلونو راهيسې په نړيوال اقتصادي ډګر کې د اسيا د دوامداره مقام لوړېدل شواهد دي کوم چې دا له چين پرته ناممکن او عملي کېدای نه شوای. په تېرو څو لسيزو کې د چين اقتصاد ګړندی پرمختګ کړی او د اسيا د ودې لپاره مهم انجن ګرځېدلی. د کرونا وبا تر کنټرول وروسته به چين لا هم د اسيا د اقتصادي احيا قوه او محور اوسي. د نړيوال بانک د اټکل له مخې، سږ کال ښايي د ختيځې اسيا او د ارام سمندر شاوخوا سيمې د اقتصادي پرمختګ اندازه 7.4 سلنه وي. خو له چين پرته، دغه شمېر به يوازې 4.4 سلنه وي. د اسيا او ارام سمندر سيمې لپاره د فرانسې د Eurazeo مشر چن يونګ لان وويل، د اسيا د اقتصاد د بڼې په ښه والي کې د چين رول ستر او اغېزمن دی. په عين وخت کې چين د خپل پرمختګ تر څنګ د ورخلاصون پر تګلارې په دوام ټينګار کړی او د سيمه ييزو اقتصادونو د ګډ پرمختګ لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي.

دری کاله مخکې، چين په ((بو او)) فورم کې د دوامداره ورخلاصون، د اسيا او نړۍ د ګډې ښې راتلونکې د جوړولو وړانديز وکړ. نن ورځ نړۍ هيله لري چې د ((بو او)) فورم په کارولو سره د اسيا او نړۍ پرمختګ د ملاتړ او هڅولو لپاره د چين نويو ځيرکو نويو فرصتونو ته سترګې په لاره ده.