د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د ګډو همکاريو نغمې به د ګډ اقتصادي پرمختګ سبب شي.
cri2021-04-20 12:03:27
شريکول:

د بواو اسيايي فورم د ۲۰۲۱ کال کلنۍ غونډه اوس د چين های نان ولايت په بواو کې روانه ده. د کرونا وبا پر وړاندې د سوداګرۍ پرمختګ تر نوم لاندې ځانګړې غونډه يې د اپريل په ۱۹مه نېټه ترسره شوه، کومه چې د سي جي ټي اين خبريال وانګ ګوان د نوموړې غونډې مشري په غاړه درلوده او د باو لي شرکت مشر ليو هوا لونګ، د اروپا او اسيا ترمنځ د ترانسپورټي ټولنې سرمنشي ګنناډف بېسونوف او د مسېرسک شرکت مشر او د چين او اروپا سوداګرۍ ټولنې مرستيال مشر جنس اسکلوند په شمول يو لړ کارپوهانو او د تصديو خاوندانو هم په دغه غونډه کې ګډون کړی و او د چين او اروپا ترمنځ د سوداګرۍ مسئلو په اړه يې بحثونه وکړل.

د کرونا وبا په وړاندې مبارزه او د يو کمربند او يوې لارې سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ ثابتې ساتل شوې دي. د چين او اروپا ترمنځ د اورګاډيو تګ راتګ اندازه هم لوړه شوې ده.

ليو هوا لونګ په خپله وينا کې وويل، موږ بايد د کرونا وبا پر ضد همکارۍ لا پياوړې کړو، تر څو خپلمنځي اقتصادي ګډې ګټې تر لاسه کړو. د کرونا وبا په وخت کې د باو لي شرکت په ټوله نړۍ کې له نورو سره ښې همکارۍ کړې او د کرونا ضد تجربې يې شريکې کړې دي او په ګډه يې له نورو سره د کرونا پر وړاندې کاميابه مؤثره مبارزه کړې ده. دغه شرکت روسيې، پاکستان او افريقايي هېوادونو سره د ماسکونو مرستې هم کړې دي.

د چين د ملي پرمختګ او اصلاحاتو ادارې وياند منګ وی د روانې مياشتې په ۱۹مه نېټه په خبري ناسته کې وويل، تېر کال له می مياشتې راهيسې، د چين او اروپا ترمنځ د اورګاډيو تګ راتګ شمېر په هره مياشت کې له زرو څخه زيات و او د اورګاډيو تګ راتګ دا شمېر ثابت ساتل شوی دی.

 د اروپا او اسيا ترمنځ د ترانسپورټي ټولنې سرمنشي ګنناډف بېسونوف په ياده غونډه کې وويل، کرونا وبا په ټوله نړۍ کې اقتصاد او سوداګريزې چارې اغېزمنې کړې دي، خو د سږ کال په لومړۍ ربعه کې د چين او اروپا ترمنځ د اورګاډيو تګ راتګ او په سوداګرۍ کې له ۷۰ سلنې څخه زيات لوړوالی دی او دا له ۲۰۱۷ کال راهيسې د همدې مودې په پرتله د لا لوړوالي د اندازې ښودنه کوي. دا د چين او اروپا ترمنځ د سوداګريز دوران د ښه پرمختګ ښکارندويي کوي.

مسيرسک شرکت په نړۍ کې تر ټولو لوی ترانسپورټي شرکت دی او د ۲۰۲۰ کال په می مياشت کې د چين او اروپا ترمنځ د اورګاډي ترانسپورټي کارونو پيل کړي دي.

د دغه شرکت مشر جنس اسکلوند په ياده غونډه کې د ګډون په ترڅ کې وويل، د کرونا وبا په مهال د چين او اروپا ترمنځ د اورګاډيو په وسيله د مالونو انتقال سوداګرۍ له پرمختګ سره ډيره مرسته او همکاري کړې ده او په دې کې د کرونا ضد او د وقايوي لوازمو شمېر د پاموړ زيات شوی لکه ماسکونه او نور طبي تجهيزات. د چين او اروپا ترمنځ سوداګريزه اندازه د کرونا ضد مبارزې په بهير کې د مهم رول درلوده.

د کرونا وبا د خپرېدو راهيسې، نړيوال اقتصادي پرمختګ له سترې ننګونې سره مخ دي. په چين کې د کرونا وبا د وقايوي تدابيرو او کنترولېدلو وروسته اقتصادي حالت دوباره عادي مسير ته ستون شوی دی او د پرمختګ بهير يې ښه روان دی او دا ټولې نښې نښانې د نړۍ د اقتصادي پرمختګ لپاره د ښو تاثيراتو سره مل دي.

د چين او اورپا ترمنځ د اورګاډو تګ راتګ د دواړو خواوو ترمنځ په سوداګرۍ او اقتصاد کې ګټور رول لري. دا د يو کمربند او يوې لارې وړانديز تر وړاندې کېدو وروسته د چين او بېلا بېلو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ د ملاتړ يوه مهمه برخه ده.

افغانستان د چين يو ښه ګاونډی هېواد، د اسيان هيوادونو په منطقه کې يو مرکزي هېواد او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پروت هېواد دی، د دغو غوروالي په مټ کولای شي، چې د چين د پرمختګ په ګټه کې مهم شريک اوسي، او په نړۍ کې به د سوداګرۍ او اقتصادي دوران په برخه کې لا مهم رول ولوبوي.