په افغانستان کې د امريکا پخوانی سفر: د امريکا او چين ترمنځ اړيکې اوس په ډېر حساس وخت کې دي
cri2021-04-20 12:05:43
شريکول:

د بو او اسيايي‌ فورم د ۲۰۲۱ کال کلنۍ غونډه د چين های نان ولايت په بو او کې روانه ده. په افغانستان کې د امريکا پخواني سفر کارل ايکنبري د روانې مياشتې په ۱۹مه نېټه په انلاين ويډيويي توګه د دغې غونډې د اسيا ګډې هيلې په نوم ځانګړې غونډه کې ګډون وکړ او د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو په اړه يې وينا وکړه.

نوموړي وويل، امريکا بايد خپلې کورنۍ مسئلې حل کړي. د امريکا او چين ترمنځ سالمې سيالۍ او همکارۍ نه يوازې په اسيا کې، بلکې په نړۍ کې ښکاره شي. دا په اسيا کې د حقونو انډولو لپاره مهمه ده چې په اسيا کې امنيتي چوکاټ جوړ شي او سمندري ازادي وساتل شي. اوسمهال د امريکا او چين ترمنځ اړيکې په حساس وخت کې دي. موږ بايد په ښه توګه خپلمنځې شخړې حل کړو او اړوند تړون دې جوړ کړو تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ له سالمو سياليو ګټه واخلو او نړۍ به هم له دې ګټه واخلي. که نه، راتلونکې به ناڅرګنده او تياره وي.