شي جين پينګ د بو او اسيايي فورم د ۲۰۲۱ کلنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې يوه مهمه وينا وکړه
cri2021-04-21 14:47:12
شريکول:

د بو او اسيايي فورم د ۲۰۲۱ کلنۍ غونډې پرانيستونکي مراسم د اپريل د ۲۰مې نېټې په سهار د چين د های نان ولايت په بو او ولسوالۍ کې ترسره شول. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ((له ستونزو سره د ګډې مقابلې او په ګډه د ښې راتلونکې د جوړونې)) تر عنوان لاندې ويډيويي وينا وکړه.

د روان کال د لومړۍ لويې افلاين غونډې په توګه، د بو او فورم د ۲۰۲۱ کلنۍ غونډه ډېره د پاملرنې وړ ده. رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې د دې غونډې د ځانګړي چاپېريال په هکله د چين وړانديزونه په ډاګه کړل:

((اوسنۍ زمانه له ستونزو او فرصتونو سره مخ ده، انساني ټولنه بايد پر کوم لوري روانه وي؟ موږ بايد د اولادونو لپاره څه ډول راتلونکی جوړ کړو؟ ځواب يې دا دی چې موږ بايد د انسانانو د ګډو ګټو پر بنسټ سم انتخاب وکړو. چين وړانديز کوي چې اسيا او نور هېوادونه بايد د زمانې له غوښتنې سره سم د کرونا وبا ضد ګډه مبارزه وکړي، نړيواله اداره دې پياوړې شي، په ګډ دې د يو کمربند او يوې لارې باکيفيته پلان شي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره دې په ګډه کوښښونه وشي.))

شي جين پينګ د متقابل درناوي پر اساس مشورې، ورخلاصون او نوښت، له ستونزو سره د ګډې مقابلې او پر عدالت ټينګار څو برخو کې د چين وړانديزونه بيان کړل. نوموړي دې ته اشاره کړه چې بايد د ملګرو ملتونو په مرکزيت، د نړيوالو قوانينو پر بنسټ نړيوال سيسټم او د نړيوال سوداګريز سازمان په مرکزيت څواړخيز تجارتي سيسټم وساتل شي. هغه وويل:

(( د نړيوالې ټولنې لوی کارونه بايد د نړيوالو لخوا تر مشورو لاندې ترسره شي، د نړۍ برخليک بايد د ټولو هېوادونو لخوا تر کنټرول لاندې وي، د يو او يا ځينو هېوادونو لخوا ټاکل شوي مقررات دې پر نورو نه تپل کېږي. نړۍ عدالت ته اړتيا لري، نه زورواکۍ ته. لوی هېوادونه بايد مسئولانه رويه غوره کړي او لا زياتې دندې دې پر غاړه واخلي. ))

شي جين پينګ وويل، د هېوادونو ترمنځ اړيکې بايد د متقابل درناوي او باور پر بنسټ وي، موږ بايد د سولې، پرمختګ، عدالت، برابرۍ، ديموکراسۍ او ازادۍ په شمول د انسانانو ګډ ارزښتونه خپاره کړو او د مختلفو تمدنونو ترمنځ تبادلې او پوهاوی وهڅوو. چين به په نړۍ کې د کرونا وبا تر کنټرول وروسته د اسيايي تمدنونو د ډيالوګ دوهم کنفراس جوړ کړي چې د اسيا او نړۍ ترمنځ د تمدنونو د تبادلې او ډيالوګ د هڅولو لپاره فعال رول ولوبوي.

د بو او فورم په سږنۍ کلنۍ غونډه کې د يو کمربند او يوې لارې د همکارۍ په اړه يوه ځانګړې برخه وټاکل شوه. شي جين پينګ په دې اړه وويل:

((ما مخکې څو ځلې ويلي چې يو کمربند او يوه لاره د ټولو هېوادونو د پرمختګ او ودې لپاره فرصتونه برابروي، نه د کومې خوا شخصي فرصت. نو ټول علاقه لرونکي هېوادونه په دغه پروژه کې ګډون کولای او په ګډه ترې ګټې اخيستي شي. د نړيوال بانک د اټکل له مخې، تر ۲۰۳۰ کال پورې د يو کمربند او يوې لارې په جوړېدو سره به په نړۍ کې 7.6 مليونه کسان له سختې بېوزلۍ څخه او 32 مليونه کسان له متوسطې بېوزلۍ څخه ووزي. موږ به د ورخلاصون او ټولشموله رويې په لرلو سره له بېلا بېلو هېوادونو سره د دې لپاره کوښښونه وکړو چې د يو کمربند او يوې لارې د جوړېدو په بهير کې د بېوزلۍ له منځه وړلو او د اقتصادي پرمختګ په برخو کې برياليتوب تر لاسه شي او د ګډې سمسورتيا په لوري د انسانانو د روانېدو لپاره فعاله خدمتونه ترسره شي))