محکمې پخوانی امريکايي پوليس ډيريک شويان د تورپوستي امريکايي جورج فلويډ قاتل وپېژنده
cri2021-04-21 11:13:52
شريکول:

د امریکا د مينيسودا ایالت د مينياپولس ښار محکمې د اپريل په ۲۰ مه نېټه  پخوانی امريکايي پوليس ډيريک شويان چې تورپوستي امريکايي جورج فلويډ يې وژلی و، د قاتل په جرم محکوم کړ. 

تورپوستی امريکايي جورج فلويډ د تېر کال د مۍ په ۲۵ مه نېټه په مينياپولس ښار کې د سپین پوستي پوليس د زورزياتي له کبله مړ شو، چې د دغه هېواد په ډېرو ځايونو کې د پوليسو د زورزياتي او نژادي تبعيض پرضد لويې احتجاجي مظاهرې وشوې.