بانکي مون: بېلا بېل هېوادونه بايد د کاربن نیوترالټي(Carbon neutrality) لپاره لازم تدبيرونه ونيسي
cri2021-04-21 17:18:01
شريکول:

د بو او اسيايي فورم د ۲۰۲۱کال کلنۍ غونډه د اپريل له ۱۸مې نېټې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې د چين د های نان ولايت په بو او کې روانه ده. د دغه فورم د شورا مشر بانکي مون د اپريل په ۲۰مه نېټه د دغې غونډې د کاربن نیوترالټيCarbon neutrality په نوم په يوې ځانګړې غونډې ته وينا وکړه چې اقليمي بدلون او د کاربن نیوترالټي وړانديز يو انتخاب نه دی، مګر زموږ لپاره يو لازمي او ضروري عمل دی.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د بو او اسيايي فورم د ۲۰۲۱کال کلنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسم کې وويل، بېلا بېل هېوادونه بايد د شين پرمختګ په تګلارې باندې ټينګار وکړي، د اقليمي بدلون پر ضد د مبارزې د نړيوالو همکاريو په مټ دې ګډ پرمختګ وکړي او د اقليمي بدلون د مبارزې په اړه د پاريس تړون دې پلی کړي.

ښاغلي بانکي مون په ياده غونډه کې د ګډون په ترڅ کې وويل، ۲۰۲۰کال د پيل کال و چې بېلا بېلو هېوادونو له ۲۰۲۰کال څخه د کاربن نیوترالټي ته وهڅول شول. بېلا بېلو هېوادونو يو په بل پسې ژمنې وکړې چې د کاربن نیوترالټي او صفر کول د اقتصادي دوران لپاره تر ټولو مهم دي. اسيايي هېوادونو دې بهير ته لومړيتوب ورکړی دی. د کوريا جمهوريت او جاپان اعلان کړی دی چې تر ۲۰۵۰کال مخکې به د کاربن ايستنې اندازه صفر ته د نږدې کولو هدف ته ځانونه رسوي او چين ژمنه کړې ده چې تر ۲۰۶۰کال مخکې به د کاربن ايستنې اندازه صفر کړي. دا يو ستر کار دی د چين اقتصادي اندازه لويه ده او صنعتي کچه يې هم لويه ده.

نوموړي زياته کړه، چې د اقليمي بدلون او د کاربن نیوترالټي يو انتخاب نه دی او دا د بېلا بېلو هېوادونو لپاره يو اړين کار دی. بېلا بېل هېوادونه او شرکتونه بايد په دې برخه کې ډيرې هڅې وکړي، څو چې زموږ اوسنی ژوند او چاپېريال وساتل شي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۰ميلادي کال د سپتمبر په مياشت کې د ملګرو ملتونو د ۷۵مې دورې په عمومي اسامبلې کې ويلي وو، چين به هغه هدف ته د رسېدلو لپاره لا قوي تدابير ونيسي او لا زيات خدمتونه به وکړي، کوم چې تر ۲۰۳۰ميلادي کال پورې به د کاربن ايستنې اندازه د پام وړ ښکته کړي او له دې نه وروسته به يې د اندازې کمښت بهير ګام په ګام ټيټه شي، او تر ۲۰۶۰ميلادي کال پورې به د کاربن ايستنې اندازه صفر کړي.

په ګڼو نړيوالو صحنو کې د رئيس شي جين پينګ له ويناوو څخه څرګندېږي، چې چين يو مسؤلانه لوی هېواد دی. اقليمي بدلون د بشريت پر مخ ګډه ننګونه ده. د کاربن ايستنې کمښت له هر کس او هر هېواد سره نژدې اړه لري. چين په مثبته توګه د کاربن ايستنې د کمښت په نړيوالو هڅونو کې ګډون کوي، د شين پرمختګ له نړيوالې څپې سره سمون خوري، د مناسب، شين او ټيټ کاربن ايستونکې ژوند غوښتنه کوي او له له بې ځايه مصرف سره مخالفت کوي. له دې څخه د کاربن د ايستنې کمښت هدف د تر سره کولو په اړه د چين ټينګ هوډ او قوي قوت څرګندېږي.