د لويديځ منفي راپورونه او د چين او افغانستان اړيکې
CRI2021-04-21 15:28:15
شريکول:

د افغانستان په زياتو خبري رسنيو کې له يوې مودې راهيسې د چين په اړه ډول ډول منفي تبليغات خپريږي، دغه خبري رسنۍ په خبرونو او خپرونو کې د هانکانګ وضعیت، د شينجيانګ پنبه، د خرو څرمنې او داسې نورې ورته ډنډورې خپروي او د چين پر ضد بې اساسه څرګندونې کوي. د افغانستان د ځينو خبري رسنيو دغو افواهاتو او ډنډورو د یو شمېر افغانانو ذهنونه بلې خوا ته اړولي او د فېسبوک او ټويټر په شمول ټولنيزو رسنيو کې يې د چين ضد پوسټونه کړي او د ډېرو په زړونو کې يې د چين په اړه کرکه خوره کړې ده.

دا د ځينو خاصو کړيو سياسي تبليغات او منفي راپورونه دي، چې هر وخت يې د خپلو سياسي موخو لپاره د چين او چينايانو پر ضد کاروي، دغه خاصې کړۍ د له چين سره تبعیضي چلند کوي او غواړي د پرمختګ مخه يې ونيسي، نو ځکه يې پر وړاندې درواغ او جعلي مالومات خپروي.

دغه رسنۍ چې د چين ضد مالومات خپروي، تر شا يې د امريکا په شمول د لويديځو هېوادونو لاس دی، دوی يې تر شا ولاړ او مالي ملاتړ يې کوي.

لويديځ هېوادونه ولې د افغان رسنيو له لارې د چين پر ضد جعلي مالومات او درواغ خپروي؟ د دوی موخه څه ده؟

ما څو ورځې مخکې د واما (WaaMaa) څېړنيز مرکز له بنسټګر ښاغلي جاويد کوټوال سره يوه مرکه وکړه او خپل اندونه يې راسره شریک کړي دي. نوموړی د چين په جنوب ختيځ پوهنتون کې د دکتورا درجې محصل دی او په دغه هېواد کې يې څو کاله ژوند او زده کړې کړې دي.

ښاغلی جاويد کوټوال په چين کې ژوند او زده کړې ستايي او په دې اند دی، چې چین د ژوند لپاره مناسب هيواد او خلک يې ارام، خوش تابیته او انسان دوسته دي.

ښاغلي کوټوال ځينو افغان رسنيو کې د چين ضد زيات منفي راپورونه کتلي او لوستلي او په دې اند دی، چې لویدیځ ائتلاف په اسیا کې د چین او روسیې پر وړاندې له مطبوعاتي تبلیغاتو رانیولې، تر سیاسي او نورو سوداګریزو فشارونو پورې، په بېلا بېلا اقداماتو لاس پورې کړی او په ټول وس او توان هڅه کوي، چې عامه ذهنیتونه خراب کړي او په خلکو کې د چين په اړه د کرکې او نفرت تخم وشيندي. دا ډول تبلیغات د افغان رسنیو له لارې هم، چې د دوی مالي ملاتړ ورسره دی، تر سره کیږي.

د لويديځ ائتلاف دغه کړنې او تبليغات به له چين سره د افغانانو د کرکې او ناخوښۍ د رامنځته کېدو سبب وګرځي او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړيکو به هم بد سيوری وغوړوي.

د امريکا او لويديځ ائتلاف موخه او هدف څه دی؟

 ښاغلي جاويد کوټوال د دغې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د نړۍ وضعیت اوس یوه نوي پړاو ته داخېلیږي. د ختیځ او لویدیځ قطبونه له ورایه معلومیږي او لویدیځ په دې هڅه کې دی، چې د هر ممکنه اقدام په تر سره کولو سره د ختیځ او په خاص ډول د چین او روسیې پر وړاندې ګامونه پورته کړي. دا اقدامات ښایي له یادو هېوادونو سره د دوی د ګاونډیو د اړیکو خرابول هم وي، چې په هغوی کې افغانستان هم راځي. که چېرې په سيمه کې د لويديځ په خوښه حالات راشي، نو فغانستان به هم سیاسي او اقتصادي لحاظ له ستونزو سره لاس او ګرېوان شي او دا کشمکش د دغه هېواد د راتلونکې لپاره هم ښه نه دی.

امريکا خپلې موخې ته د رسيدو په هڅه کې ده او غواړي د منفي تبليغاتو او پروپاګند په خپرولو سره د چينايانو او افغانانو ترمنځ کرکه او نفرت را وپاروري او موخه يې دا ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې خرابې کړي، نو دا به د چين او افغانستان او د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه نه وي. دا نه بدلېدونکی واقعيت دی، چې چين او افغانستان يو د بل نژدې ګاونډيان دي او نيک ګاونډيتوب د هر چا لپاره ګټور دی.

جاويد کوټوال وايي: ((افغانان او چینایان باید دا د زړه له تله ومني، چې دوی له جغرافیوي اړخه نه بېلېدونکي ملتونه دي او ډېر فرهنګي مشترکات هم لري. دا دواړه ملتونه باید همدغو ارزښتونو ته په کتو د اړیکو په غوړولو او پراخولو کار وکړي او د نړۍ له نورو هېوادونو سره د متقابل درناوي له مخې چلند وکړي)).

نوموړي د دواړو هېوادونو اوسنۍ اړيکې ارزولي او په دې اند دی، چې د افغانستان او چین اړیکې، لکه د ګاونډیو هېوادونو چې څرنګه وي، باید وای، چې متأسفانه اوس نه دي او دا بېلا بېل دلایل لري. د سولې او بیارغونې په برخه کې د چین رول ډېر مهم دی. افغانستان په خپل ګاونډ کې د نړۍ یو لوی اقتصادي او پرمختللی هېواد لري او د سوکالۍ او پرمختګ په هره برخه کې ورته ډېره اړتیا لري.

هغه د مرکې په پای کې د  چين او افغانستان د راتلونکو اړيکو په اړه هيله وښوده، چې د د دواړو هيوادونو اړیکې باید د پخوا په پرتله لا سره نږدې او هر اړخیزې شي. نوموړی د دغو اړیکو راتلونکی په هغه صورت کې ښه بولي، چې دواړه هېوادونه د ملتونو په کچه سره نږدې شي او د حکومتي ادارو ادلون بدلون یې دا اړیکې متأثرې نه کړي.