روسيې اعلان وکړ چې د امريکا لس ډيپلوماټان به له هېواد وشړي
CRI2021-04-22 09:48:40
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د اپريل په يوويشتمه نېټه اعلان وکړ چې له هېواد څخه به د امريکا لس ډيپلوماټان به وشړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ په دغه هيواد کې د امريکا مرستيال سفير احضار کړ او ورته يې نوټ او خبرتيا ورکړه چې په روسيه کې د امريکا لس ډيپلوماټان دوی ته د منلو  وړ نه دي او ورڅخه يې غوښتنه کړې چې د مې د ۲۱مې نيټې تر ۲۴بجو مخکې له روسيې څخه ووځي.  

په اعلاميه کې ويل شوي، امريکا مخکې بې دليله اعلان وکړ چې په دغه هيواد کې د روسيې د سفارت او په نيويارک کې د روسيې په عمومي قونسلګرۍ کې ځيني ډيپلوماټان دوی ته د منلو  وړ کسان نه دي. روسيې د امريکا دښمنانه کړنې ته ورته تدبير غوره کړ. روسيه به په راتلونکي کې پر دغه هيواد د امريکا ناقانونه بنديزونو ته ځواب ورکړي.