په کويټه کې يوې چاودنې له امله ۱۴ تنو ته مرګژوبله اوښتې
cri2021-04-22 10:31:57
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د بلوچستان ايالت د کويټه ښار يوه چارواکي د اپريل په ۲۱مه نېټه وويل، د همدې ورځې په شپه يو هوټل کې چاودنه وشوه او له امله يې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان شوي دي. 

د بلوچستان ايالت د پوليسو عمومي مدير محمد لايي ځايي رسنيو ته وويل، دغه چاودنه د کوېټې ښار زرغون روډ سیمه کې د سرینا هوټل د موټرو په تم ځای کې شوې ده. د موټرو په تم ځای کې یو موټر له چاودیدونکو توکو څخه ډک شوی وو او د ریموټ کنټرول په واسيطه یې چاودنه کړې ده. اوس د پېښې ځای وتړل شو او اړونده پلټنه روانه ده. 

تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې. (هيله)