د carbon neutrality موخه نه يوازې د چین کړې ژمنه ده بلکې د نړۍ لپاره به دا د چين خدمت وي
cri2021-04-22 08:33:56
شريکول:

اقليمي بدلون د ځمکنۍ کرې ګراموالی تر ډيره د هغو طبعي حالاتو د رامنځته کېدو  لامل ګرځېدلی چې د سختو طبعي ناورينونو پېښو رامنځته کېدو سبب ګرځېدلي دي، يخچالونه، کنګلونه ويلي شوي دي او د سمندري اوبو سطحه لوړه شوې ده، له دې کبله انساني چاپيريال له ډېرو ګواښونو او خطرونو سره مخ شوی دی. نو له اقليمی بدلون سره مقابله د ټولو انسانانو ګډه دنده ده. چین تل په دې برخه کې خپلې هڅې کړې او کوي يې.

د ۲۰۲۰کال د سپتمبر په دېرشمه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ملګرو ملتونو د بيولوژيکي تنوع په سرمشريزه غونډه کې د ويډيويي ګډون په ترڅ کې مهمه وينا وکړه او ويې ويل چين به د ګډ برخليک ټولنې د افکارو په لرلو سره د کاربن د ايستنې اندازې د کمښت او له اقليمې بدلون سره د مقابلې لپاره خپل نه ستومانه کېدونکی کوښښونه وکړي او د دې ترڅنګ به اړوند لازم تدبيرونه ونيسي تر څو تر ۲۰۳۰کال پورې د کاربن ايستنې اندازه کمترين حد ته ورسوي او تر ۲۰۶۰کال پورې به د carbon neutrality موخه عملي شي . د روان کال د اپريل په ۱۶مه نېټه نوموړي يو ځل بيا د چین، فرانسې او جرمني د مشرانو سره په ويډيويي غونډه کې ياده ژمنه تکرار کړه او پر  دې يې ټينګار وکړ، چې چین به د تر ټولو لوی پرمختیايي هېواد په توګه په نړۍ کې هغه موخه ترسره کړي چې د کاربن د ايستنې کمښت اندازه به يې د نورو هېوادونو په پرتله د پام وړ  وي. د دې ترڅنګ چین به هم د نړۍ په تاريخ کې  تر ټولو وړاندې او په کم وخت کې د کاربن د ايستنې ټاکلې موخې ته ځان ورسوي. له دې څخه له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د چین کلک دريځ او په نړۍ کې د دوهم لوی اقتصاد په توګه د چین مسؤلانه رويه څرګنديږي. چین نه يوازې په دې برخه کې ژمنه کړې بلکې د اقليمي ادارې او د ژمنې د پلي کولو لپاره يې د پام وړ اغېرمن کارونه هم ترسره کړي دي.

په دې وروستیو کلونو کې د چين بېلا بېلو ټولنو له اقليمي بدلون سره مقابلې ته ډېره پاملرنه کړې ده چې له دې امله د خلکو ترمنځ د چاپيريال ساتنې په اړه د عامه پوهاوي کچه د پخوا په پرتله لوړه شوې ده، معلوماتو ته لاس رسی زيات او اسانه شوی دی، دغه راز د اقتصادي جوړښت د بدلون په بهير کې د ټيټ کاربن له اقتصادي پرمختيايي موډل څخه استفاده شوې ده. د شين پرمختګ مفکوره د انسانانو او طبيعت ترمنځ د موجودو  مسئلو  د حل و فصل لپاره د چين ستراتيژيک لارښود بلل کيږي.

اوس مهال چین په نړۍ کې له پاکو انرژیو څخه تر ټولو لوی استفاده کوونکی هېواد دی. د بادي او لمريزې انرژيو په وسيله د برېښنا توليدولو لپاره د نصب شويو توربينونو ظرفيت او د هغو ذروي برېښناکوټونو شمېر چې اوس د جوړېدو په حال کې دي، په نړۍ کې يې لومړی مقام نيولی دی. د دې ترڅنګ د پاکو انرژيو  په برخه کې د پانګونو اندازې په مسلسلو څو کلونو کې  لومړی ځای نيولی دی او د کاربن د ايستنې اندازې د کمښت انډول هم په نړۍ کې د نورو هېوادونو په پرتله ډېر  و. دغه لاسته راوړنې له اقلیمي بدلون سره د چین د خدمتونو ښکارندويه دي. د چين دا تدابير او کړنې نړیوالو ته د دې څرګندونه کوي چې چين خپله ژمنه په مسؤليت سره او په ښه توګه عملي کړې او پوره کړې ده چې حتماً به خپلې هلې ځلې د کاربن د ايستنې د کمښت د صفر کولو لپاره او هغې موخې ته د رسېدو لپاره چې تر ۲۰۶۰کال ټاکل شوی دی، دوامداره وساتي.

په دې توګه به چين له اقليمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې یو داسې هېواد وي چې خدمتونه به يې نه يوازې تر  خپل ځان محدود، بلکې تر ټولو نړۍ پورې تړلې واوسي.

له اقليمي بدلون سره نړيواله مقابله يوه لويه پروژه ده او هېڅ يو هېواد په يوازې توګه د خپل ځواک او وړتيا په مټ د اقليمي بدلون د بحران مخنيوی نه شي کولی. د یو اړخيزم په شتون او حالت کې دغه مسئله نه شي کنترولېدای او يا حلېدای. نو چين د پاريس تړون د يو پلي کوونکي په توګه غواړي چې د دې مسئلې د حل و فصل لپاره د افغانستان په شمول له نورو هېوادونو سره خپلې تجربې شريکې او همکارۍ وکړي تر څو د ټولو لپاره یوه ښکلې، پاکه نړۍ جوړه او رامنځته شي.