د چين ميډيا ګروپ خبر ورکړ چې د بو او اسيايي فورم سرمنشي بان کيمون د اپريل په ۲۰مه نېټه د بو او اسيايي فورم د ۲۰۲۱ کال غونډې په يو فرعي فورم کې څرګنده کړه چې له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د کاربن نيوتروليټي زموږ پر وړاندې يو انتخاب نه دی، خو بايد تر سره شي.
هغه پر دې ټينګار وکړ چې د ټولې نړۍ مختلف هېوادونه او تصدۍ بايد د کاربن نيوتروليټي د تر سره کېدو لپاره هڅې وکړي څو نننی ژوند ته دوام ورکړی شي.
( سپوږمۍ)