د راپور له مخې په چين کې د کرونا ضد څه باندې دوه سوه مليونه دوزه واکسين خلکو ته تزريق شوی
cri2021-04-22 15:08:06
شريکول:

پر کوويد۱۹ د اخته شويو کسانو شمېر په تېرو مسلسلو اتو اوونيو کې زيات شوی چې په دې جمله کې په تېره اوونۍ کې ۵ مليون دوه لکه او شپېته زره زيات شوی چې دا د کرونا وبا د خپرېدو له پيل راهيسې تر ټولو زيات اوونيز شمېر دی. د چين د دولتي شورا د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول ميکانيزم څانګې د اپريل په ۲۱مه نېټه په بېجينګ کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې د راپور له مخې اوس په چين کې د کرونا ضد څه باندې دوه سوه مليونه دوزه واکسين خلکو ته تزريق شوی. پر هغو واکسينونو سربېره چې د چين حکومت تر منظورۍ وروسته په بازار کې پلورل کيږي او په بېړنۍ په توګه کارول کيږي، نور لسګونه ډوله واکسينونه هم د کلينيکي څېړنې په حال کې دي.

د چين د روغتيا د دولتي کميټې وياند مي فنګ په يوه خبري ناسته کې وويل چې د کرونا ضد څه باندې دوه سوه مليونه دوزه واکسين خلکو ته تزريق شوی. هغه وويل،د راپور له مخې تر اوسه پورې په ټول هېواد کې خلکو ته د کرونا ضد څه باندې دوه سوه مليونه دوزه واکسین تزريق شوی. په دې وروستيو ورځو کې ځينو عامو وګړو ويلي چې اړوندو څانګو ته د کرونا ضد واکسين د دوهمې دوزې د سپارښتنې ور کولو په ترڅ کې له ستونزو سره مخ دي. د دې حالت پر وړاندې به زمونږ څانګه له اړتياوو سره سم بېلا بېلو ولایتونو ته واکسين برابر کړي. د بېلا بېلو ځايونو اړوندې څانګې بايد په دقيقه توګه خپل کارونه ترتيب کړي تر څو د دوهمې دورې واکسين د ور کولو کارونه په اتو اوونيو کې تر سره شي.

نوموړي د کرونا وبا د اوسني حالت د يادونې په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ چې چين د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول ترڅنګ دې خلکو ته د واکسين ور کولو کارونه چټک کړي.

د چيلي د روغتيا وزارت په دې وروستيو ورځو کې په دې هېواد کې خلکو ته د چين د سينواک کمپنۍ له خوا د توليد شوي واکسين تر ور کولو وروسته د اغيزې څيړنيزه نتيجه خپره کړه چې له مخې يې خلکو ته د واکسين د دوهمې دورې تر ور کولو وروسته د کرونا وبا د مخنيوي لپاره د دې واکسين د اغيزمنتيا انډول څه باندې ۶۷ سلنې ته رسيدلی دی.

د واکسين د علمي څېړنيزې ډلې کارپوه شاو يي مينګ له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې دغه څيړنيزه نتيجه د چين د سنواک کمپنۍ د واکسين د اغيزمنتيا ښکارندويي کوي. هغه وويل، تېره جمعه د چيلي له خوا خپره شوې څيړنيزه نتيجه ډېره مهمه ده او شمېره يې تر ټولو لویه او بشپړه ګڼل کيږي. ځکه چې دغه څيړنه په دې هېواد کې خلکو ته د واکسين ور کولو په بهير کې راټول شوې ده. د دغې څېړنې له نتيجې څخه ښکاريږي چې زمونږ اوسني واکسين ډېر اغیزمن ګڼل کيږي چې نه يوازې پر کرونا د اخته کېدو مخنيوی کېدای شي بلکې پر دې ويرس د اخته شويو کسانو د روغتيايي حالت د سختېدو او مرګ د مخنيوي لپاره ښه رول لوبولی شي. له دې کبله مونږ له طبي سرچينو څخه په ښه توګه استفاده کولی شو چې ګڼ شمېر وګړي وژغورل شي او دا يوه ښه نتيجه ده.

ځينو خبري رسنيو داسې خبرونه خپاره کړي چې په بهرنيو هېوادونو کې د استرازينيکا او جونسن شرکتونو واکسين تر تطبيق وروسته  ځيني منفي اغيزې ليدل شوې. په دې اړه شاو يي مينګ وويل چې د چين اړوند څيړنيز ارګان دغو خبرونو ته پاملرنه کوي، خو د کانساينو کمپنۍ واکسين په اړه داسې خبر نه دی ور کول شوی.