(( د تيان غره هاخوا – په شينجيانګ کې ژوند )) سمتند فلم
CRI2021-04-22 21:05:49
شريکول:

تيان غر د ټولو کيسو شاهد دی

په فکرونو کې نور غرونه هم شته

 موږ پرې بايد واوړو

CGTN د تیان غر هاخوا- په شينجيانګ کې د ژوند په نوم مستند فلم وړاندې کړ چې پکې د شينجيانګ د ۲۴ عامو وګړو په اړه ۱۷ روښانه او رښتیني کیسې راوړل شوې دي. تاسو کولی شئ د دې مستند فلم له لارې په شينجيانګ کې د بېلا بېلو قومونو د خلکو د رښتیني ژوند انځور وګورئ.

https://pushtu.cri.cn/20210417/b77060a0-570b-f796-5f19-ec5814c2f981.html

د شينجيانګ ډیر او لاډیر ځوانان د خپلو ارمانونو او خوبونو د تعقیب لپاره له شګلنې دښتې څخه ښارونو ته ځي ، او په دې بهير کې خپل ملي کلتور لېرې او نورو ځایونو ته وړي. دا ښکلی قزاقي هلک له دوی څخه يو دی او غواړي خپل نوي ژوند ولټوي.

https://pushtu.cri.cn/20210417/d04741ec-e06d-316d-e823-7f6672abf5b3.html

د شينجيانګ ټولنه په چټکۍ سره د ودې په حال کې ده او ورسره د نويو ماشومانو د زیږون په اړه د خلکو دوديز عادتونه هم بدلیږي - دغو ټولو ښو بدلونونو په ګډه د دې سیمې د ښې راتلونکې لاره جوړه کړې ده.

https://pushtu.cri.cn/20210417/37bbeb84-5b70-37b5-28f2-5065ec6d3dea.html

د شينجيانګ د يوې نجلۍ کيسه ده چې مور يې په لومړي سره کې ورسره کلک مخالفت کوي چې د فوټبال ټيم غړې شي، خو د لومړني ښوونځي نجلۍ مرضيه په پټه د ښوونځي د ښځینه فوټبال په ټیم ​​کې شامليږي په صحرا کې روزنه ډېره سخته ده ، خو فوټبال د دې نجونو پر ځان باندې باور لوړ کړی او ورته خوښۍ يې راوړې دي.

https://pushtu.cri.cn/20210417/fd594c50-a0e0-27d1-e2eb-33e6a268749e.html

دا د شينجيانګ د يوې جوړې کیسه ده چې په چنګ دو ښار کې کار کوي. میړه د خوړو په کاروبار بوخت دی او د شينجيانګ د خواړو کلتور ته وده ورکوي او میرمن یې د دوکتورا په کچه لوړې زده کړې بشپړې کړې او د دندې موندلو په لټه کې ده. دوی پر ځان باور لري چې خوښي ، نېکمرغي له کوښښونو څخه تر لاسه کېږي او یوازې به زحمت او کوښښ سره تاسو کولی شئ ښه ژوند ولرئ.