انټوريو ګوټريس: پرمختللي هېوادونه دې د اقليمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره زياتې هڅې وکړي
cri2021-04-23 11:13:15
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټريس د اپريل په ۲۲ مه نېټه د اقليم په اړه سرمشريزې غونډې ته په انلاين وينا کې له پرمختللو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه، چې د اقليمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره زياتې هڅې وکړي.

نوموړي په خپله وينا کې وويل، په تېرو لسو کلونو کې هوا بې سارې ګرمه شوې او تودوخه يې د ريکتر په کچه ۱.۲ درجې لوړه شوې ده او دغه شمېر ښيي چې نړۍ په چټکۍ سره کړکېچن حالت ته د نږدې کېدو په حال کې ده. نوموړي له بېلابېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د روانې پېړۍ په منځني موده کې د نېټ زيرو اېميشين (net-zero emission) ائتلاف جوړ کړي او په راتلونکو لسو کلونو کې دې د دې موخې د پوره کولو لپاره د خپلو اقداماتو پلان وړاندې کړي.