چين او مصر د کرونا ضد چيني واکسين د توليدولو تړون لاسليک کړ
cri2021-04-23 11:15:27
شريکول:

د چين سينواک شرکت (SINOVAC) او د مصر د واکسيرا (VACSERA) شرکت استازو د اپريل په ۲۱ مه نېټه د کرونا ضد واکسين د توليدولو تړون لاسليک کړ چې له مخې به يې دواړه خواوې په ګډې همکارۍ په مصر کې د کرونا ضد چيني واکسین توليد کړي.

د مصر صدراعظم او په دغه هېواد کې د چين سفير لياو لي چيانګ د مصر په صدراعظمۍ ماڼۍ کې د ياد تړون د لاسليک په انلاين مراسمو کې ګډون کړی و او وروسته يې په يو لړ موضوعاتو خبرې اترې وکړې.