شي جين پينګ د اقليم په اړه سرمشريزه غونډه کې انلاين ګډون وکړ
cri2021-04-23 14:46:32
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل د ۲۲مې نېټې په شپه د امريکا د ولسمشر جوبايډن په بلنه د اقليم په اړه سرمشريزه غونډه کې انلاين ګډون کړی و. نوموړي (( د انسان او طبيعت د ګډ ژوند ټولنې د جوړولو)) تر عنوان لاندې يوه وينا وکړه او خپلو خبرو کې يې دې ته اشاره وکړه، چې موږ بايد د چاپېريال ساتنې لپاره پر زرغون پرمختګ، پر څواړخيز نظام او د ګډې خو مختلفې دندې پر اصولو ټينګار وکړو او پر دې بنسټ بايد د انسان او طبيعت د ګډ ژوند ټولنه جوړه کړو.

نوموړي په خپله وينا کې وويل، اوس د نړيوالې ادارې پر وړاندې بې ساري ستونزې موجودې دي، نو نړيواله ټولنه بايد په بې ساري ټينګ هوډ او زيارونو د اقليمي بدلون ضد مبارزه وکړي. هغه وويل

((اقليمي بدلون د انسان ژوند او پرمختګ ته سختې ننګونې اړولې او نړيواله ټولنه بايد د انسان او طبيعت د ګډ ژوند ټولنه جوړه کړي. مونږ لومړی بايد د انسان او طبعیت ترمنځ د ګډ ژوند پر هوسا او ارام چاپېريال ټينګار وکړو، څرنګه چې طبيعت انسان روزي او تربيه کوي يې، نو انسان بايد د طبعيت درناوی او ساتنه وکړي. ))

نوموړي په خپلو خبرو کې د زرغون پرمختګ خبره وکړه او ويې ويل، چې مونږ بايد پر زرغون پرمختګ ټينګار وکړو، ځکه چاپېريال ساتنه د توليدي توان د ساتلو معنا لري. درېيم  يې ايکولوژيکي سيستم ياد کړ او ويې ويل، چې مونږ بايد د ايکولوژيکي سيستم د داخلي نظام له مخې د ادارې اغېزمن تدبيرونه ونيسو.  څلورم يې د انسان پر عمده رول ټينګار وکړ او ويې ويل، چې مونږ بايد د چاپېريال ساتنې او د اقتصاد پرمختګ، د روزګار هڅولو او د بېوزلۍ له منځه وړلو ترمنځ ښې اړيکې جوړې کړو، څو د زرغون پرمختګ په بهير کې د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسول شي. د نوموړي پنځمه خبره پر څواړخيز نظام ورټوله وه او ويې ويل، چې مونږ بايد پر څو اړخيز نظام ټينګار وکړو، چين د اقليمي ادارې په بهير کې د امريکا د بيا ګډون هر کلی کوي او غواړي د امريکا په شمول له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د نړۍ د چاپېريال ادارې د هڅولو لپاره کوښښونه وکړي او شپږمه خبره یې ګډې خو مختلفې دندې یادې کړې او ویې ويل، چې مونږ بايد د ګډې خو مختلفې دندې پر اصولو ټينګار وکړو. هغه وويل

((د ګډې خو مختلفې دندې اصول د ګردې نړۍ د اقليمي ادارې بنسټ دی. موږ بايد د اقليمي بدلون د مخنيوي په برخه کې د پرمختيايي هېوادونو خدمتونه پوره ومنو او د دوی ستونزو او غوښتنو ته دې پاملرنه وکړو. پرمختللي هېوادونه بايد لا زياتې اغېزمنې کړنې غوره کړي او د زرغون پرمختګ د عملي کېدو په بهير کې دې له پرمختيايي هېوادونو سره عملي مرستې ترسره کړي.))

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې چين د ايکولوژيکي تمدن نظر او د دغه تمدن جوړونه د خپل ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په عمومي پلان کې شامل کړي او د چاپېريال ساتنې پر بنسټ د پرمختګ پر لارې ټينګار کوي. هغه وويل

((چين به هڅه وکړي، چې تر ۲۰۳۰ کال پورې اوج ته د کاربن د ايستونکې اندازې د رسېدو او تر ۲۰۶۰ کال پورې د کاربن نيوتروليټي موخه ترسره کړي. د چين په دغه مهالوېش کې د دواړو موخو ترمنځ وخت د پرمختللو هېوادونو په نسبت ډېر لنډ دی، نو چين بايد دغې موخې ته د رسېدو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړي.))

شي جين پينګ زياته کړه، چې چين د کاربن د ايستلو اندازې د کمښت په اړه د خپلې ژمنې د عملي کولو او موخې ته د رسيدو لپاره اغېزمن تدبيرونه نيولي، مثلا چين د سکرو له لارې د برېښنا توليدي پروژې کنټرولوي، ټاکل شوې چې چين به د ۱۴م پنځه کلن پلان په موده کې له سکرو څخه د استفادې اندازه جدي کنټرول کړي او د ۱۵م پنځه کلن پلان په موده کې به دغه اندازه مخ په ټيټېدو شي. چين به د ايکولوژيکي تمدن په جوړونه کې د ګډون کوونکي، لارښوونکي او خدمت کوونکي په توګه پر څواړخيزم ټينګار وکړي او د نړيوالې ادارې د يو عادلانه او همکاريز سيستم د جوړولو لپاره به تر وسې پورې کوښښونه وکړي.