وانګ يي: هيله لري چې امريکا د چين د لارې او ميکانيزم درناوی وکړي
CRI2021-04-24 11:09:01
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اپريل د ۲۳مې نيټې په ماښام په بېجينګ کې د امريکا د ديموکراتيکو اړيکو د کميټې له غړو سره ويډيويي خبرې اترې وکړې. د امريکا د دغې کميټې مشر ريچارډ ناسان حاس د دغې ويډيويي غونډې مشري وکړه چې د امريکا د بېلا بېلو ټولنو نژدې پنځه سوه تنو په انلاين ډول په کې ګډون درلود.

وانګ يي وويل، دا چې ميکانيزم او د پرمختګ لارې سمې دي که نه، د يو هيواد د خلکو د قظاوت له لارې ټاکل کيږي. ديموکراسۍ کوکاکولا نه دی چې امريکا اصلي مواد توليدوي او په ټوله نړۍ کې دغه ذايقه خپروي. که په ګرده نړۍ کې يوازې يو شکل او يو ډول تمدن وي،نړۍ به بې رنګه او بې هونده وي.

وانګ يي څرګنده کړه، حقيقت دا ثبت کړې ده چې د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په رڼا کې نه يوازې يو ميليارډ ۴۰۰  مليونه چينايان له بېوزلۍ څخه وتلي دي، بلکې د چين ملت يو ځل بيا د انسانانو د پرمختګ په چارو کې مهم خدمتونه تر سره کړي دي. په چين کې د سوسياليزم ديموکراتيکې سياسي پاليسۍ عملي شوي چې په ټول بهير کې يې د خلکو نظريې څرګندې دي چې د دغه هيواد له حالت سره سمون لري او د خلکو ملاتړ په څنګ کې لري. يوازې په چين کې د ديموکراسۍ شکل له امريکا سره يو شان نه دی، پر چين تور لګول شوی چې چين د تسلط په هڅه کې دی او ظلم کوي، دا بيخي د ديموکراسۍ څرګندونه نه ده. که د ديموکراسۍ او د بشري حقونو په پلمه د نور هيواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او تندلارۍ او د مقابلې لارې جوړوي، يوازې تاوتريخوالي حتې د زيانونو سبب کېدلی شي.

وانګ يي وويل، سوله ايزه نړۍ زيات ډول تمدنونه لري، ثابت نظام دې مختلف ميکانيزمونه ومني، د باور وړ يو لوی هيواد بايد د نورو ارزښتونه هم ومني. په تېرو څو لسيزو کې د چين او امريکا تر منځ د اړيکو په هکله تر ټولو ښه وړاندوينه دا ده چې که څه هم د چين او امريکا ټولنيز ميکانيزمونه يو شان نه دي، خو موږ دې د ګډو ګټو په موجوديت سره توپيرونو ته اجازه ورکړو، په سوله کې ګډ ژوند دې وکړو او د همکارۍ له لارې دې ګډې ګټې ترلاسه کړو.