په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۱۴۴۳۵۸۹۵۶ ته رسېدلی
CRI2021-04-24 11:10:08
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د اپريل په ۲۳مه نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه چې د منځنۍ اروپا پر وخت ۲۳مې نېټې تر مازديګر پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۸۹۴۰۴۳زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۱۴۴۳۵۸۹۵۶ ته رسېدلی او د مړه شويو کسانو شمېر ۱۴۱۵۱ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۳۰۶۶۱۱۳ ته رسېدلی دی.