د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل په ۲۲مه نېټه په بېجينګ کې په انلاين ډول د اقليمي بدلون په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ. هغه په خپله وينا کې وړانديز وکړ چې د انساني او طبيعي ژوند ګډه ټولنه دې جوړه شي او دې هدف ته د رسېدو لپاره يې يو شمېر اصول او وړانديزونه وړاندې کړل. په ځانګړي توګه ، شي جين پينګ په ټولو هېوادونو باندې غږ وکړ چې پر څو اړخيزم او د ګډو خو بېلو دندو پر اصولو دې ټينګار وشي .
د هوا پېژندنې نړېوال سازمان په دې وروستيو کې يو راپور خپور کړ چې پکې راغلي دي ۲۰۲۰ کال د ريکارډ له مخې له درېيو ګرمو کلونو څخه يو دی. سيلابونه ، وچکالۍ ، طوفانونه او کرونا وبا په نړۍ کې له ۵۰ مليونو څخه زياتو خلکو ته سخت زيانونه رسولي او د خوړو خونديتابه بحران هم ورځ تر بلې سختېدو په حال کې دی . د نړۍ د ډېرو هېوادونو مشرانو په ياده سرمشريزه غونډه کې د اقليمي بدلون په اړه د نظريو تبادلې وکړې کومې چې پر وخت او اړينې دي.
رئيس شي جين پينګ په تېر کال کې د م م د ۷۵مې دورې په اسامبله کې اعلان کړی و چې چين به له ۲۰۳۰م کال مخکې اوج ته د رسېدو وروسته او له ۲۰۶۰م کال مخکې د کاربن کمښت او د صفر کولو هدف تر سره کولو لپاره هڅې وکړي. هغه په ياده سرمشريزه غونډه کې يو لړ مشخص تدبيرونه وړاندې کړي. په ښکاره ډول ، چين په دې برخه کې روښانه نقشه او پلان لري.
د ازبکستان د تاشکند ملي اورينټل انسټيټيوټ (Tashkent national Oriental College) مرستيال پروفيسر انري شراپوف (Anri Sharapov) په دې باور دی چين د يو مسؤلانه لوی هېواد په توګه ، نړۍ ته د چاپيريال ساتنې او د اقليمي بدلون مسئلې ته د حل خپله ژمنتيا ښودلې، دا به د اقليمي بدلون مسئلې په ګډه حلولو کې د نړيوالې ټولنې باور نور هم زيات کړي.
په عين وخت کې ، د امريکا او جاپان په ګډون د لوېديځو هېوادونو مشرانو هم په جلا جلا توګه د شنو خونيزو ګازونو د خپراوي اندازې د کمولو لپاره خپل اهداف اعلان کړي. د دوی په منځ کې ، د امريکا ولسمشر جو بايډن ژمنه وکړه چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د دغه هېواد د شنو خونيزو ګازونو د خپرېدو اندازه د ۲۰۰۵ کال په پرتله له ۵۰ سلنې څخه تر ۵۲ سلنې پورې راکمه کړي. ورته ژمنې مثبتې او هيله بښونکي دي ، خو ډېر مهم يې رښتينی عمل دی. دا په حقيقت کې د رئيس شي جين پينګ په وينا کې وړاندې شوي د ۲ مهمو وړانديزونو عملي اهميت دی.