چين له امريکا څخه غوښتنه وکړه چې د مذهبي چارو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه پای ته ورسوي
CRI2021-04-24 11:09:50
شريکول:

د امريکا د مذهبي ازادۍ نړيوالې کميټې په دې وروستۍ موده کې د ۲۰۲۱ کال کلنی راپور خپور کړ چې په کې په دوامداره توګه چين د پاملرنې وړ هيواد په توګه بلل شوی او د امريکا حکومت ته داسې وړانديز شوی چې په ښکاره توګه اعلان کړي، که د چين حکومت مذهبي ازادي تر فشار لاندې ونيسي، د بېجينګ په ژمنيو اولمپيک لوبو کې به ګډون نه کوي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اپريل په ۲۳مه نېټه په دې هکله دېته اشاره وکړه چې چين د قانون له مخې هيواد اداره کوي، د دغه هيواد حکومت د قانون له مخې د اتباعو د مذهبي ازادۍ ساتنه کوي او د بېلا بېلو قومونو خلک د قانون په چوکاټ کې د مذهبي عقيدې درلودلو ازادي لري. اوس په چين کې د بېلا بېلو دينونو پيريانو شمېر نژدې دوه سوه مليونه تنو ته رسيږي، د مذهبي کارکوونکو شمېر ۳۸۰ زره تنه دي، د مذهبي ډلو شمېر شاو خوا ۵۵۰۰ ته رسيږي، د قانوني مذهبي ځايونو شمېر څه دپاسه ۱۴۰زره دي. په هر حال چې امريکا د مذهبي چارو په پلمه پر چين تور لګوي، خو دغه حقيقتونه نه شي بدلولی.

جاو لي جيان د بېجينګ په ژمنيو په اولمپيک لوبو کې د امريکا د يادې خبرې په هکله وويل، موږ د سپورټ له سياسي کيدو سره ټينګ مخالفت کوو چې دا نه يوازې د اولمپيک د منشور له روحيې څخه سرغړونه کوي، بلکې د بېلا بېلو هيوادونو د لوبغاړو ګټو او د اولمپيک نړيوالو چارو ته زيانونه رسوي چې د نړيوالې ټولنې ملاتړ نه شي تر لاسه کولی او خامخا به بې نتيجې اوناکامه شي.