جونګ نان شان: د بدل شوي کرونا نوي ويروس ضد واکسين د څېړنې په حال کې دی
cri2021-04-25 15:30:38
شريکول:

د چین د انجينرۍ اکاډمۍ غړي جونګ نان شان د اپريل په ۲۴مه نېټه په ګوانګ جو ښار کې د ۲۰۲۱ کال په طبي فورم کې په ويډيويي انلاين وينا په ترڅ کې وويل چې اوس په چين کې د بدل شوي کرونا نوي ويروس ضد واکسين د څېړنې په حال کې دی. هغه د کوويد۱۹ د دقيق مخنيوي د يادونې په ترڅ کې وويل چې اوس زمونږ عمده ستونزه د دې ويروس بدل شوي شکل دي او دغه بدل شوي نوي ويروس په بريټانيا، برازيل، نايجريا او جنوبي افريقا کې پيدا شوی دی.هغه زياته کړه چې اوس مونږ تر خپلې وسې پورې د دغه بدل شوي نوي ويروس ضد واکسين د څېړنې لپاره د هڅو په حال کې يو.(غاټول)