څواړخيزم د روغتيا، اقتصاد او اقليم له بحرانونو څخه د نړۍ د ژغورنې يوازينۍ لار ده
cri2021-04-25 10:37:02
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اپريل ۲۴مه نېټه د څو اړخيزم او سوله ييزې ديپلوماسۍ له نړيوالې ورځې سره برابره وه، د ملګرو ملتونو د اقتصاد او ټولنې شورا رئيس او په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمي استازي منير اکرم په همدې ورځ يوه وينا وکړه او و يې ويل، په داسې حال کې چې کرونا وبا نړۍ ته ډېرې ناارامۍ او زيانونه رسولي، د ملګرو ملتونو د منشور او نړيوالو قوانينو د ارزښتونو او اصولو پر بنسټ څو اړخيزم د روغتيا، اقتصاد او اقليم له بحرانونو څخه د نړۍ د ژغورلو يوازينۍ لار ده. 

نوموړي له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې بېلا بېلې سرچينې، تکنالوژې، پوهنې او تجربې راغونډې او ترې استفاده وکړي چې د سولې د رامنځته کېدنې او تر کرونا وبا وروسته د بيارغونې لپاره په ګډه کوښښونه وکړي. (هيله)