د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين حکومت لخوا مرسته شوي واکسين د اپريل د ۲۴مې نېټې په ماسپښین د سوريې پلازمينې دمشق ته رسېدلي. دغه واکسین د چين د سنوفارم شرکت خوا توليد شوي.
په سوريه کې د چين سفير فنګ بياو د دمشق په هوايي ډګر کې د دغه واکسين د سپارلو په مراسمو کې وويل، دغه واکسين له سوريې سره د چين حکومت د دوستانه احساساتو ښودنه کوي او د عامه توليداتو په اړه د واکسین د ګرځولو په اړه د خپلې ژمنې د پوره کولو بهير عمل هم دی.
د سوريې د روغتيا وزير حسن جباش د چين له مرستې څخه ډېره مننه وکړه او و يې ويل، د چين د سنوفارم شرکت لخوا توليد شوی واکسين په ګرده نړۍ کې تر ازموينې وروسته تائيد شوی چې خوندي او اغېزمن دی. د چين دغه مرسته په سوريه کې خلکو ته د واکسين ورکولو بهير د ضمانت لپاره ګټوره ده. (هيله)