د مريخ د پلټنې لپاره د چين لومړی پلټونکی ماشين د جو ژونګ په نوم ونومول شو
cri2021-04-25 14:40:40
شريکول:

پرون د اپرېل ۲۴مه نېټه د چين د فضايي چارو د ۶م کال له ورځې سره برابره  وه. په دې ورځو کې، د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د فضايي هيلې او تر مطلب لاندې کابو ۳۰۰ علمي نندارتونه او فعاليتونه تر سره شوي دي.

د همدې ورځې په سهار، د چين د جيانګ سو ولايت په نان جينګ ښار کې د فضايي چارو ورځې د يادونې فعاليتونو د پيل په مراسمو کې، د چين د فضايي چارو د دولتي ادارې مرستيال مشر وو يان هوا اعلان وکړ، چې د مريخ د پلټنې لپاره د چين لومړی پلټونکی ماشين باندې جو ژونګ نوم ايښودل شوی دی. نوموړي وويل،

جو ژونګ د چين په لرغونو کيسو کې د اور خدای دی. اور تورتم به تار په تار کړي او تودوخه به راولي. د اور کارېدلو د انساني تمدنونو پرمختګ هڅولی او د طعبيت اکتشافو په برخه کې مهمې لارښوونې کړې دي.

د ۲۰۲۰م کال په جولای مياشت کې، د مريخ اکتشافاتو په موخه د چين لومړۍ ستوربېړۍ ( تيان ون يي هاو ) په بريالۍ ډول ټاکلي مدار ته وتوغول شوه. د سږ کال د فبرورۍ په ۱۰مه نېټه، دغه ماشين په سالمه توګه د مريخ مدار ته رسېدلی. دغه د پلټنې ماشين او د جو ژونګ په نوم ماشين به د می په دوهمه يا درېيمه لسيزه کې د مريخ په سطحه باندې ښکته شي او د مريخ په ځمکه کې اکتشافي فعاليتونه به تر سره کړي.

د چين د فضايي چارو ادارې مشر جانګ که جيان په يادو مراسمو کې په خپله وينا کې وويل، سږ کال نه يوازې د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو ۱۰۰مه کليزه ده، بلکې د چين د فضايي چارو د پيلېدو ۶۵مه کليزه هم ده. په تيرو ۶۵ کلونو کې، چين د سپوږمکۍ، انسان وړونکي فضايي بيړۍ، د (بې دو) د سپوږمکيو لارښوونکی سيستم او د سپوږمۍ د اکتشاف بيړۍ فضا ته توغولې او په نوې زمانه کې يې د فضايي چارو له لارې د دولت پياوړتيا لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه او هلې ځلې کړې دي.

ښاغلي جانګ وويل، په فضا اکتشافات د ټولو انسانانو ګډه هيله ده. چين به د تر لاسه شويو برياليتوبونو پر بنسټ  د سپوږمۍ د اکتشاف پروژې ۴م پړاو، د ستوريو اکتشاف پروژه، د سپوږمۍ د انسان وړونکي فضايي تمځای جوړونه او د کوچنيو ستوريو د دفاع سيستم بشپړ کړي، په فضايي چارو کې له نورو هېوادونو سره متقابلې تبادلې او همکارۍ ژورې کړي او له نړيوالې ټولنې سره د فضايي اکتشاف او د انساني ګټو د زياتوالي لپاره ګډې هڅې به وکړي.

د بل خبر له مخې، د سپوږمۍ د اکتشاف نړيوال تمځای د مالوماتو ورکولو غونډه د اپرېل په ۲۳مه نېټه په نان جينګ ښار کې د چين د فضايي چارو دولتي ادارې او د روسيې د فضايي چارو د دولتي ډلې شرکت لخوا جوړه شوې ده او پکې دواړو خواوو د دې تمځای د ګډې جوړونې اعلاميه خپره کړې ده.

په دې اعلاميه کې ويل شوي دي، چې د سپوږمۍ نړيوال فضايي تمځای به ټولو هېوادونو، سازمانونو او نړيوالو ملګرو لپاره خلاص وي. موږ د دوی هرکلی کوو چې د دې پروژې د ډيزاين، علمي څېړنې، جوړونې او کارولو په برخه کې همکارۍ وکړو.

د روسيې د فضايي چارو د دولتي ډلې شرکت عمومي منيجر د چين د فضايي چارو د ۶م کال ورځې په درشل کې چين ته د مبارکۍ پيغام وړاندې کړ او و يې ويل،

د چين د فضايي چارو د پرمختګ سرعت او تر لاسه شوي برياليتوبونو، د نړيوالې ټولنې ډېره پاملرنه راجلبه کړې ده. غواړم چې په دې ساحه کې زموږ دواړو خواوو تر منځ له همکاريو او په همکاريو کې د چيني ملګرو له مسلکي او غوره کارونو څخه مننه وکړم او هيله مې ده چې په راتلونکې کې د فضايي اکتشافاتو او د فضا د سوله ييز کارولو په ساحو کې له چين سره لا زياتې علمي همکارۍ تر سره کړو او لا زيات برياليتوبونه به تر لاسه کړو. (شکريه)