شينجيانګ د همغږۍ او ثبات پر لار پرمختګ کوي
cri2021-04-26 11:14:22
شريکول:

په دې وروستيو ورځو کې د شينجيانګ په اړه د چين تګلارې د يو شمېر لوېديځو هېوادونو د رسنيو او سياستوالو لخوا د بريدونو هدف  ګرځېدلي دي.  د بلجيم د فرانسوي ژبو سيمه ييزې شورا  د اپرېل په ۲۱مه نېټه د شينجيانګ په اړه پرېکړه ليک تصويب کړ او په دغې سيمې کې يې د تش په نامه "جبري کار" او "د بيا روزنې کېمپ" خبره يې را برسېره کړې او پر چين يې تورونه لګولي دي.

د بريتانيا ولسي جرګې هم  د اپرېل په ۲۲مه نېټه د شينجيانګ په اړه پرېکړه ليک تصويب کړ او ادعا يې کړې، چې د شينجيانګ  اويغوريان او نور ملي لږکي اوس له " نژادي تصفيې" سره مخ دي.

په حقيقت کې، دغه لويديځ سياستوال چې د شينجيانګ مسئله يې را بر سېره کړې او د چين پر تګلارو يې انتقادونه کړي، هېڅکله شينجيانګ ته نه دي تللي، څو د دې سيمې پر وضعيت پوی شي او هر څه سم بيان کړي، ايا د دوی دغه خبرې حقيقت کيدای شي او که هسې افسانه يې بللی شو؟

 خبريالان بايد سيمې ته ورشي او د ځايي خلکو او شاهدانو خبرو ته دې غوږ ونيسي، څوک چې شينجيانګ ښه پېژني او له دغې سيمې څخه يې ليدنه کړې، دوی دې وپوښتي او هغوی به ليدلی حالات ورته بيان کړي.

د مصر د بهرنيو چارو پخوانی معين علي الهيفني له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۰۵ کال پورې په چين کې د مصر سفير پاتې شوی، نوموړي شينجيانګ ته  ​​ډېر ځله سفرونه کړي  او هرځل  هلته  لږ تر لږه درې ورځې پاتې شوی دی. هيفني  څو ځلې د مصري تصديو او سازمانونو لپاره په شينجيانګ کې د پرمختګ فرصتونه پيدا کړي دي. نوموړی په دې اند دی، چې شينجيانګ لوېديځ ته د چين د ورخلاصون دروازه ده. کله چې چين د يو کمربند او يوې لارې وړانديز وکړ ، نو د ورېښمو د نوې لارې په اقتصادي کمربند کې د شينجيانګ جغرافيايي غوره والی ورځ په ورځ ښکارېږي.

ښاغلي هيفني  شينجيانګ ته د خپل سفر په ترڅ کې، په ارموچي ښار او نورو سرحدي ښارونو کې ځايي پرمختګ او بدلونونه ليدلي دي، نوموړی وايي، چې  د شينجيانګ د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ سرعت ډېر چټک او په زړه پورې دی او هلته د  ترانسپورټ او کور جوړونې زيات شمېر لويې پروژې هم پرمخ وړل کېږي. د شينجيانګ د بېلا بېلو ښارونو او ښارګوټو او همدا ډول د شينجيانګ او نورو ولايتونو تر منځ د اړيکو پياوړي کېدل ګړندي شوي دي.  هيفني  وايي،  چې په شينجيانګ کې د چين تګلاره د ډېرو پرمختيايي هېوادونو لپاره د زده کړې وړ ده او مصر هم ګټه ترې پورته کړې ده.

نوموړی وايي، چې د چين د شينجيانګ په تګلاره د لوېديځو رسنيو او سياستوالانو د بريدونو په اړه خبرې نوې نه دي،  د دوی دا چلونه به د ډېر وخت لپاره تکرار شي. له شينجيانګ پرته، هانکانګ، شي ځانګ او تايوان هم د دوی د بريدونو اهداف دي.

د شينجيانګ په اړه د يو شمېر لوېديځو رسنيو د معلوماتو سرچينې باوري نه دي. دوی په قصدي ډول سيمه ييزه ګډوډي رامنځته کوي، غواړي، په نړيواله کچه د چين په اړه غلط فهمي رامنځته کړي ، د چين د يووالي په چارو کې مداخله کوي او په شينجيانګ او نورو سيمو کې د خلکو په منځ کې د چين د حکومت د تګلارو په اړه شکونه پيدا کوي.

د مصر  د الاهرام ورځپاڼې مرستيال مدير طارق السينوتي درې ځله له شينجيانګ څخه ليدنه کړې ده. هغه پر ​​دې باور دی، چې په لوېديځو رسنيو کې د شينجيانګ په اړه ډېر مالومات  له واقعيتونو څخه لرې دي  او له نيمګړتياوو څخه ډک دي. په شينجيانګ کې د بېلا بېلو قومونو خلک په يووالي ژوند کوي.

هيفني او سينوتي له شينجيانګ څخه ليدنې کړي او په دې اند دي، چې  په شينجيانګ  کې خلک ارام او همغږی ژوند او  د مذهبي عقيدې آزادي  لري.