چين له افغانستان سره د لومړنيو خوراکي موادو مرسته وکړه
CRI2021-04-26 11:07:19
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، افغانستان ته د چين د حکومت له خوا د خوراکي موادو د سپارلو مراسم د اپريل په ۲۵مه نېټه د افغانستان حکومت د رسنيو په مرکز کې تر سره شول. په افغانستان کې د چين سفير وانګ يو او د افغانستان د طبيعي پېښو ته د رسيدګۍ په چارو کې د دولت وزير جيلاني پوپل په ګډه د دغو مراسمو مشري وکړه او د مرستې سند يې لاسليک کړ.

وانګ يو په خپله وينا کې وويل، چين او افغانستان ښه ګاونډيان او ملګري دي او تل يو له بل سره مرستې کوي. چين له تېرو څو کلونو راهيسې له افغانستان سره تر ۱۳ زرو ټنو زيات خوراکي توکو مرسته کړې او ميليونونو افغانانو ترې ګټې اخيستې دي. چين له افغانستان سره د کرونا وبا ضد طبي موادو مرستې کړې او واکسين به هم ورکړي. د چين حکومت غواړي چې د افغانستان په اقتصادي بيا رغونې کې د چيني تصديو ګډون وهڅوي او د يو کمربند او يوې لارې په اړه د همکاريو لا زياتې لاسته راوړنې د دواړو هېوادونو ته ګټې ورسوي. چين تل له دې څخه ملاتړ کوي چې د افغانستان د سولې او روغې جوړې بهير دې د افغانانانو په مشرۍ او حاکميت تر سره شي. چين به له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د افغانستان د لا ښه راتلونکي لپاره له دغه هېواد سره مرستې وکړي.

جيلاني د افغان لوري په استازيتوب د چين له څو ځلو بېړنيو مرستو څخه مننه وکړه او دا يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د عنعنوي دوستۍ يوه بېلګه وبلله. نوموړي وويل، افغانستان د چين د بې غرضه مرستې او کلکې دوستۍ مننه کوي. دغه هېواد به د چين له خوا مرسته شوي خوراکي توکي ژر ناورين ځپلو خلکو ته ورکړي او هيله لري چې د بشر دوستۍ په برخه کې خپلمنځي همکارۍ دوام ولري.