د امریکا د هاروارډ پوهنتون د کينيډي دولتي ښوونځي د ډيموکراتيکې حکومتوالۍ او نوښت اش مرکز د تېر کال په جولای کې يوه سروې خپره کړې، چې له مخې يې د چين له حکومت څخه د دغه هېواد د خلکو د رضايت کچه ٪93 ته رسېدلې ده.
د یاد ښوونځي دریو کارپوهانو له ۲۰۰۳ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې په چين کې ۸ ځلې سروې کړې او پر مهال يې له ۳۰ زرو چينايانو سره مخامخ خبرې کړي او وروسته يې ياده سروې خپره کړې ده.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د تېر کال د جولای په ۱۳ مه نېټه د دغه وزارت په خبري ناسته کې وويل، ياده سروې ښيی چې د چين کمونېست ګوند ځکه په دغه هېواد کې د واکمنۍ ټينګ بنسټ لري، چې د خلکو ډېر ملاتړ يې ترلاسه کړی دی. په دغې سروې کې د چين له حکومت څخه د چينايانو د رضايت کچه د تېرو لسګونو کلونو تر بل هر وخت لوړه ښودل ښوې. هوا چون ينګ زياته کړه چې په حقيقت کې دغه کچه اوس له ٪93 څخه هم زياته ده.