د بريتانيا استخباراتو ادارې مشر : موږ د شنو په برخه کې د چين جاسوسي کوو
cri2021-04-27 14:41:48
شريکول:

Russia Today ټلويزيون د اپرېل په ۲۵مه نېټه خبر ورکړ، چې د بريتانيا د ځمکني پوځ د استخباراتو ۶م بيورو مشر ريچارډ مور په دې ورځو کې ويلي، چې دغه بيورو په ټوله نړۍ کې د ککړتيا خپرونکو هېوادونو څارنه کوي، څو دوی د اقليم ساتنې په باب خپله ژمنه ادا کړي. دغه بيورو به چين ته ډېره زياته پاملرنه وکړي، ځکه چين تر نورو لوی کاربن ډای خپرونکی هېواد دی. هغه د دې بيورو کړنه ( د شنو جاسوسي ) بللې.

خو حقيقت دا دی، چې چين دا پلان ټاکلی چې له ۲۰۳۰م کال مخکې به د کاربن ډای اکسايد ايستلو اندازه اوج ته ورسوي او له ۲۰۶۰م کال مخکې به د کاربن نيوتروليټي موخه بشپړه کړي، دا کار د نړيوالې ټولنې لخوا ستايل شوی. (شکريه)