د واکسين د انحصار سيوری او منفي عواقب يې
CRI2021-04-27 15:23:16
شريکول:

په تېرو مسلسلو څلورو ورځو کې په هند کې هره ورځ د کرونا وبا پېښو د زياتوالي شمېر له ۳۰۰ زرو نه زيات و. په دغه هېواد کې د کرونا ضد درملو او واکسين د کمښت له امله ګڼ شمېر ناروغان مړه شوي دي، ځکه په روغتونونو او د مړو سوځولو ځايونو کې د دومره زياتو جسدونو ساتل امکان نه لري، زياترو هنديانو د سړکونو پر غاړو تر شنه اسمان لاندې د دوی د مړه شوو خپلوانو جسدونه سوځولي دي. ايا هغه هېوادونه چې لا د کرونا ضد واکسين انحصار غواړي، د دغه سخت او غمجن حالت پر وړاندې څه فکر کوي او احساس يې ژوندي دي؟

د امريکا حکومت د پر له پسې زياتو لا زياتو نړيوالو فشارونو په ترڅ کې د اپريل په ۲۵مه نېټه يوه اعلاميه خپره کړې چې وايي هند ته به د واکسين د توليدي اومو موادو په شمول طبي توکي وليږي. د هند انټرنيټ کاروونکي د امريکا د ناوخته غبرګون په اړه ډېر ناخوښه دي او دې ته يې اشاره کړې چې د امريکا صادراتي بنديز هند زيانمن کړی دی او د امريکا حکومت عملونه په ځنډ راغلي دي او د همدردۍ څرک پکې نه ليدل کيږي.

د هند د انټرنيټ کاروونکو  قهر او ناخوښي معقوله او پر ځای ده. د تېر کال په اپريل کې د امريکا پخواني حکومت امريکا ته د لومړيتوب ورکولو په اساس د کرونا ضد واکسين د توليدي اومو موادو پر صادراتو د بنديز حکم کړی و او د جوبايډن حکومت له لوړې وروسته دغه بنديز په خپل حال وساتل شو چې له امله يې په هند کې د واکسين جوړولو کرښه د توليدي چارو د ختمېدو له بحران سره مخ کړې ده.

د ويروس پر وړاندې د ځينو وګړو سړه او ځان ځاني روحيه لا بېروونکې ده. د واکسين انحصار له کرونا وبا سره د نړيوالې مقابلې په لاره کې خنډونه رامنځته کړي دي.

که څه هم هند په نړۍ کې د کرونا ضد واکسين له مهمو توليدي ځايونو څخه دی، خو تر اوسه پورې په دغه هېواد کې يوازې اته اعشاريه شپږ سلنه وګړو ته واکسين ورکړل شوی دی. د ځينو وروسته پاتې هېوادونو وضعيت لا سخت دی. د بريتانيا د اوکسفورډ پوهنتون د شمېرنې له مخې، په نايجر،کامرون، ليبيا او زيمبابوې کې د هېواد په عمومي نفوس کې د هغو وګړو انډول له صفر اعشاريه يو څخه کم دی چې د کرونا ضد واکسين لومړی ډوز تزريق شوي دي. دغه انډول په امريکا، بريتانيا او اسرائيلو کې په جلا جلا توګه يو څلوېښت سلنه، پنځوس سلنه او يو شپېته سلنه دی.

له يوې خوا، د واکسين د غير برابر وېش له امله د وروسته پاتې زياتره خلک د ويروس له خطر سره مخ دي. له بلې خوا، د شتمنو هېوادونو له خوا د ګڼ شمېر واکسين د زيرمو او د واکسين د توليدي اومو موادو د کنترول حالت شتون لري. د امريکا د دوکي پوهنتون  په يو راپور کې راغلي چې امريکا ښايي په راتلونکي جولای کې له ۳۰۰ ميليونو ډوزو نه زيات واکسين ولري او دا په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې د کرونا ضد واکسين عرضه به له تقاضا نه زياته وي. د امريکا د شمال ختيځ پوهنتون د يوې څېړنې له مخې، د شتمنو هېوادونو له خوا د واکسين د انحصار په حالت کې د کرونا وبا له امله د مړينې ممکنو پېښو شمېر د واکسين د عادلانه وېش د حالت په پرتله دوه ځله زيات شي. ويل کيږي چې د واکسين انحصار د کرونا وبا خپرېدو د جرم په معنی دي.

بد خبر دا دی چې په هند کې د کرونا وبا سختوالی د دغې وبا ضد نړيوالې مبارزې د ځنډېدو سبب ګرځېدلی دی. هند د روغتيا نړيوال سازمان په مشرۍ د کرونا ضد واکسين د تطبيق پلان تر ټولو ستر برابروونکی هېواد دی او د استرازينيکا (ASTRAZENECA)  واکسين د جوړولو ځيني تړونونه پر غاړه لري. په دغه هېواد کې د کرونا وبا حالت د سختېدو او د امريکا د صادراتي بنديز له امله به د واکسين د توليدي بهير ورو شي. هغو هېوادونو لپاره چې د واکسين عرضې ته انتظار کوي، د انتظار وخت يې اوږد شوی دی.

تر اوسه پورې په نړۍ کې د کرونا وبا له امله د مړو شويو شمېر له ۳ ميليونو تنو نه اوښتی او دغه رقم د لوړېدو په حال کې دی. د سور صليب نړيوالې کميټې مشر پيټر مورير (Peter Maurer) په دې وروستيو کې د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې دې ته شاره کړې، که د کرونا ضد واکسين عادلانه او برابر وېش رامنځته نه شي، دغه وبا به نړۍ ته نور زيات جنجالونه، زور زياتي او بېوزلي پېښې کړي. که دغسې بد وضعيت رامنځته شي، د واکسين د انحصار غوښتونکي هم له ستونزو څخه خوندي نه شي پاتې کېدلی.